په ايران کي د سيل ويجاړۍ په انځورونو کي
د رسمي شمېرو له مخي سيلابونو په ايران کي تر اوسه پوري ۷۰ کسان وژلي دي. د دويچه ویله فارسي څانگي د دغو ويجاړيو انځورونه راټول کړي دي.
لرستان ولايت يو له هغو ولايتونو څخه دی چي سېلابونو سخت ځپلي دي. په ټول ايران کي تر اوسه پوري په دې سېلابونو کي ۷۶۸ کسان ټپيان سوي هم دي. (انځور: د لرستان ولايت پلدختر)
تر ټولو ډير کسان په فارس ولايت کي مړه سوي دي. د ايران د رسمي شمېرو له مخي په فارس ولايت کي سېلابونو ۲۳ کسان وژلي دي. (انځور: فارس ولايت شيراز)
انځور: په لرستان ولايت کي پلدختر
کرمانشاه هغه ولايت دی چي د هوا پيژندني سازمان د وړاندوينو له مخي به نور بارانونه هم پکښې وسي. هلته هم د سېل يو نفر وژلی دی. (انځور: د کرمانشاه ولايت د کرناچي سيمه)
د کرمانشاه ولايت د بېړنيو حالاتو سره د مبارزې مدير تر دې مخکي ويلي ول د دغه ولايت د ۳۵ سيمو اوبه قطع سوي دي او هلته پلونو او سړکونو او کرهڼي او مالدارۍ ته سخت زيان رسېدلی دی. (انځور: د کرمانشاه ولايت کرناچي سيمه)
د چهارشنبې په ورځ د خوزستان ولايت د طبيعي پيښو سره د مبارزه مدير له خلکو څخه غوښتي ول چي ټول بايد بشپړ تياری ولري. کيامرث حاجي زاده ويلي ول: «تر اوسه لا خوزستان ته اصلي سېلاب نه دی رارسېدلی.» (انځور: خوزستان ولايت)
د ايران په خوزستان ولايت کي د سېلاب يو بل انځور چي خلک خپل ځانونه ترې باسي.
په ټولنيزو رسينو کي له خپاره سوو انځورونو څخه ښکاري چي په گلستان ولايت کي اوس هم حالت بحراني دی. (انځور: د گلستان ولايت د حکيم آباد آق قلا سیمه)
په هغو سيمو کي چي ويل کيږي بارانونه لږ سوي دي او د اوبو سطحه کښته سوې ده، د ټولنيزو رسنيو د کاروونکو په خبره تر اوسه هم مرستي په هغه شان نه دي رسېدلي لکه څرنگه چي بايد وای. (انځور: د گلستان ولايت آق قلا سيمه)
د سيلابونو د ويجاړی يو بل انځور.
دغو سېلابونو د ايران په مختلفو سیمو کي سخت تاوانونه رسولي دي. (انځور: د لرستان ولايت پلدختر سیمه)