1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاندونیزیا

په اندونیزیا کي اورغورځوونکی غر فعال سوی؛ ۱۰ کسان مړه سوي دي

۱۴۰۳ آبان ۱۴, دوشنبه

د چارواکو په حواله په اندونیزیا کي د اورغورځونکي غر د فعاليدو له امله لږترلږه لس کسان وژل سوي دي. د نوموړي آتشفشان پر شاوخوا پنځه کلي تخلیه سوي او په زرونو انسانان ورڅخه اغیزمن سوي دي.

https://p.dw.com/p/4mYpt
په اندونیزیا کی د لیووتوبي لاکي - لاکي په نوم  اورغورځوونکی غر
د دغه آتشفشان پر شاوخوا پنځه کلي تخلیه سوي دي انځور: PVMBG/AP/picture alliance

لکه څنگه چي له طبیعي ناورینونو  سره د مبارزې د ادارې ویاند، عبدل موهاري رپوټ ورکړ، د فلوریس په ټاپو کي د لیووتوبي لاکي - لاکي په نوم دغه اور غورځوونکي غر د دوشنبې په شپه لاوا او ایرې وغورځولې.

ویډیويي انځورونه ښيي چي د نوموړي آتشفشان پر شاوخوا سیمې د ایرو تر ستر قشر لاندي دي او همدارنگه په سیمه کي ډېري اورلگیدنې هم ښکاره کوي.

چارواکو د آتشفشان د رامنځته کیدو د خبرداري تر ټولو لوړه درجه اعلام کړې ده. د سیمې له اوسیدونکو او سیلانیانو څخه غوښتنل سوي دي چي د آتشفشان له خولې څخه لږترلږه اوه کیلومتره واټن ونیسي. لکه څنگه چي د فرانسې د خبري آژانس یوه خبریال رپوټ ورکړی دی، د دغه آتشفشان پر شاوخوا پنځه کلي تخلیه سوي دي او په زرونو انسانان ورڅخه اغیزمن سوي دي.

تیره اونۍ هم د لیووتوبي لاکي - لاکي آتشفشان څو ځله فعال سوی وو او په کیلومترونو لوړ د ایرو وریځې یې خپرې کړي وې.

د اندونیزیا ټاپووزمه هیواد، د په اصطلاح پاسیفیک د اور په حلقه کي پروت دی، چیري چي د مځکې څو قشرونه یو له بل سره په ټکر کي دي. له همدې کبله پکښي ډېر وخت زلزلې  او آتشفشانونه هم رامنځته کیږي.

GP/NZ/AG