1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاندونیزیا

اندونیزیا کې د یوې الوتکې پیلوټان د پرواز پرمهال خوب وړي وه

۱۴۰۲ اسفند ۲۱, دوشنبه

په اندونیزیا کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې پيلوټان د پرواز پرمهال شاوخوا نیم ساعت خوب وړي وه. خو دغه الوتکه له کومې ستونزې پرته خپل هدف ته رسیدلې ده.

https://p.dw.com/p/4dNP3
Indonesien Soekarno Hatta International Airport Vorbereitungen zur Evakuierung aus Wuhan
باتیک ایر اعلان کړی دی چې د دواړو پیلوټانو دندې ​​د «احتیاطي اقدام» په توګه په موقتي توګه ځنډول شوي دي. انځور: picture-alliance/AP/F. Syam

په اندونیزیا کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د پرواز پر مهال دواړه پیلوټان ​خوب وړي وه. دغه پیښه د جنوري مياشتي په پای کې شوې وه، خو پایلې یې اوس اعلان شوې.

د ځايي باتیک ایر هوايي شرکت دغه الوتکه له ۱۵۳ مسافرو سره د سیلواسي ټاپو له کنداري څخه د دغه هېواد پلازمېنې جاکارتا ته روانه وه، چې دغه پېښه رامنځ ته شوه.

د اندونیزیا د ترانسپورت امنیت ادارې ویلي، چې ۳۲ کلن پیلوټ ۲۸ کلن همکار پیلوټ ته ویلي، چې غواړي استراحت وکړي، خو وروسته همکار پیلوټ، چې په دې وروستیو کې د دوو غبرګونو ماشومانو پلار شوی، هم ویده شوی دی.

د چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، هغه مهال د الوتکې له پیلوټ سره ۲۸ دقیقې هیڅ اړیکه نه ټینګیدله. پر همدې مهال الوتکه له خطه وتلې وه.

کله چې پیلوټ راویښ شوی، ګوري چې همکار پیلوټ یې هم ویده دی. وروسته یې د میدان له مسولانو سره اړیکه نیولې او د الوتنې خط یې هم اصلاح کړی.

باتیک ایر اعلان کړی دی چې د دواړو پیلوټانو دندې ​​د «احتیاطي اقدام» په توګه په موقتي توګه ځنډول شوي دي.

باتیک ایرلاین لیکلي دي، چې شرکت د ټولو الوتنو خوندیتوب او همدارنګه د پیښې بشپړې څېړنې په جدي توګه ترسره کوي.

باتیک ایر زیاته کړې ده چې دغه هوايي شرکت د هوانوردۍ د خوندیتوب د ادارې ټولو وړاندیزونو ته ژمن دی.

د ټرانسپورټ امنیت ریاست دا «پیښه جدي» بللې او په دغه هیواد کې یې د ټولو الوتنو د سخت کنټرول غوښتنه کړې ده.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې هوايي شرکتونه باید په منظم ډول د پیلوټ اړوند ځایونه یا کابین وګوري او ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی د کارکوونکو خوب پوره دی.