1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړيوالو څارونکو نه شتون او د نظارت په اړه انديښنې

۱۳۹۸ مهر ۲, سه‌شنبه

د افغانستان د انتخاباتو د څار دوې ملي ادارې فيفا او تيفا وايي چې نړېوالې ادارې د ولسمشريزو انتخاباتو څخه ملاتړ نه دی کړی. دوی وايي چې د ځينو نوماندانو له خوا ګواښل شوي او انتخاباتي ټيمونو خپل څارونکي په پيسو ګمارل دي.

https://p.dw.com/p/3QANw
Afghanistan Wahlen
انځور: Getty Images/P. Bronstein

په داسې وخت کې چې د افغانستان ولسمشريزو انتخاباتو ته تر ېوې اوونۍ لږ وخت پاته دی، د افغانستان د انتخاباتو د څار ملي بنسټونو له پاره د ناامنۍ تر څنګ بله د انديښنې وړ مسئله له انتخاباتو څخه بې طرفانه نظارت کولو موضوع ده.

په افغانستان کې له انتخاباتو څخه د څار د دوو ملي بنسټونو چارواکي وايي چې نړيوالې ټولنې په ولسمشريزو انتخاباتو څخه هيڅ ډول مالي ملاتړ نه دی کړی او دوی مجبوره دي چې په دغو انتخاباتو کې ناظران په رضاکاره توګه وګوماري. دا هغه کار دی چې په افغانستان کې يې ترسره کول سخت ښکاري او هيڅوک په اسانۍ نه حاضريږي له پیسو پرته يو کار وکړي.

د فيفا ادارې اجرائيې رئيس يوسف رشيد چې له دې اړخه انديښمن دی، دويچه ويله ته وويل: «نړيوالو مرسته کونکو لا تر اوسه هم له مونږ څخه ملاتړ نه دی کړی، موږ د ناظرانو له پاره بوديجه نه لرو او کوم کار چې موږ ېې ترسره کوو رضاکارانه دی.»

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د ادارې مشر محمد نعيم ايوب په دې اړه وويل: «په تاسف سره چې د دغې پروسې د حفاظت او سلامتۍ په خاطر نړيوالې ټولنې، اروپايي اتحاديې او امريکا د څار بنسټونه سره هيڅ ډول مالي مرستې نه دي کړي.»

د انتخاباتو دغه ناظر بنسټونه ادعا کوي چې په خپله دوی او ناظران يې د ولسمشري څوکۍ له پاره د يو شمير نوماندانو له خوا په شديده توګه ګواښل کيږي او انتخاباتي ټيمونه د دغو بنسټونه رضاکاره ناظران د پيسو په ورکړې ځان ته جذبوي.

رشيد د بيلګې په توګه په دې تړاو له څو ولايتونو څخه په يادونې وويل: «په لوګر، کاپيسا او غور ولايتونو کې زموږ څلويښت تنه ناظران چې تيار ول په رضاکاره توګه کار وکړي، د پيسو پر مټ يې ځان ته جذب کړي چې دغه کار زموږ له پاره يو جدي ګواښ دی.»

 د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ، چې په هرو انتخاباتو کې د ۳۴ زره ناظرانو په وسيله د انتخاباتو نظارت کوي هم دغه موضوع تائيدوي وايي چې سربيره پر دې د دغو بنسټونو ناظران په پیسو اخلي.

ادعا کيږي چې دوی ګواښل شوي او ورته ويل شوي دي چې باید لومړني ترلاسه شوي معلومات ورسره شريک کړل شي. ايوب زاده په دې اړه زياته کړه: «انتخاباتي ټيمونو مخکې له مخکې موږ ګواښلي يوو چې بايد خپل اسناد او معلومات مو راسره شريک کړې، له همدې امله موږ سخت انديښمن يوو او دوی پر موږ د نظارت ساحه ډيره تنګه کړې ده.»

د نړيوالو ناظرانو کمښت 

د افغانستان د ولسمشريزو انتخاباتو د څار د ملي بنسټونو بله انديښنه، د دغو انتخاباتو د څار يا نظارت سره د نړيوالې ټولنه نه علاقمندي ده. ناظر بنسټونه وايي چې تر اوسه پورې د انتخاباتو په خپلواک کميسيون کې يوازې درې نړيوال سازمانونه ثبت شوي دي، خو په هغو کې ډير کم شمير نړيوال څارونکي شته چې هغوی به هم اوسنيو شرايطو ته په کتو، په کابل کې له خپلو دفترونو څخه بهر ونه وځي.

د تيفا مشر ايوب زاده زياتوي: «په دې انتخاباتو کې به د نړيوالو څارونکو له کمښت سره مخ یوو چې دا يوه لويه ستونزه ده.»

د انتخاباتي ټکټونو د ناظرانو له پلوه انديښنې

د څار ملي بنسټونو د ارقامو له مخې، حاضردمه د انتخاباتو په خپلواک کميسيون کې ۱۵۰ زره ناظران ثبت شوي دي، خو تر اوسه روښانه نه ده چې دغه ناظران به د رای ورکولو په کومو مرکزونو او محلاتو کې ګومارل کيږي. همدا رنګه دا هم روښانه نه ده چې کوم مزکزونه ناظر نه لري.

د انتخاباتو ناظر بنسټونه دغه راز وايي چې د افغانستان په پارلماني ټاکنو کې د انتخاباتو په خپلواک کميسيون کې ۵ زره ناظران ثبت شوي وو، خو د انتخاباتو په ورځ د رای ورکونې ډيرو مرکزونو او محلاتو ناظران نه درلودل.

فيفا وايي چې د جمهوري رياست له پاره له دوو تر درو نوماندانو د انتخاباتو په خپلواک کميسيون کې د ۳۰ او ۴۰ زرو ترمنځ ناظران ثبت کړي دي. ايوب زاده ټينګار کوي چې دی د دغو ناظرانو له بابته سخته انديښنه لري چې بې طرفه او له مداخلې پرته دې پاتې شي: «له دغو انتخاباتو څخه نظارت يوه لويه انديښنه ده، ځکه چې د نوماندانو ناظرينو نه روزنې ليدلي او نه هم اصول او مقرراتو پورې تړلي دي. هغوی به د نظارت پر ځای دخالت وکړي.»

د ملي څارونکو سازمانونو په حواله د کمیسیونونو په چارو کې د حکومت لاس وهنه او د کمیسیون د کمیشنرانو نه ژمنتیا د رڼو ټاکنو پر وړاندې پراته نور خنډونه دي.

ایوب زاده په دې اړه وویل: «د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارلانشا او کمیشنرانو تیم یو له بل سره یو لاس نه دي او په خپل منځ کې یو ډول سیالي او ترینګلتیا رامنځ ته کړې ده.»