امریکا کې د درې کلنې ماشومې د موندلو هڅې روانې دي
۱۴۰۰ دی ۱, چهارشنبهد اسوشتید پریس خبري آژانس په حواله، دغه افغانه نجلۍ د وروستي ځل له پاره دوه ورځې مخکې د یو اپارتمان د لوبو په میدان کې لیدل شوې وه. د تکزاس د سن انتونیو ښار کې د پولیسو مشر، ویلیام مک مانوس وويل چې چارواکي تر اوسه نه پوهيږي چې درې کلنه لینا به د لوبې له ميدانه چیرته تللي وي او يا دا ده چې د چا له خوا به وړل شوي وي.
هغه د وروستي ځل له پاره د دوشنبې په ورځ د غرمې وروسته د ۴ او ۵ بجو تر منځ د اپارتمان کامپلکس یوې دروازې مخې ته لیدل شوې وه. پولیس وايي چې لینا له خپلې مور سره وه او هغه ورڅخه د لنډ وخت له پاره لرې تللې وه، کله چې بیرته راغله لور يې ورکه شوې وه.
د لینا پلار ریاض سردارخيل د سن انتونیو تلويزیوني شبکې (KENS) ته ویلي دي چې دوی په ۲۰۱۹م کال کې وروسته له هغې چې په افغانستان کې له «امنيتي ګواښونه ورته متوجه شول» امريکا متحده ایالاتو ته مهاجر شول.
دغه کورنۍ وايي چې دوی په ابتدا کې فکر کاوه چې لینا به د کومې بلې افغان کورنۍ سره تللي وي اما اوس په دې باور دي چې هغه به ښايي تښتول شوې وي. د لینا پلار یاد تلویزیون ته وويل: «موږ په خپل ټول عمر کې دومره نه وو خپه شوي لکه پرون او نن چې خپه شوي یو.»
پولیسو ويلي د قهوی ويښتانو لرونکې لینا په وروستي ځل د لیدو پر وخت سره کالي او تور جاکټ پر تن وو او پښو يې تور بوټونه ول.