1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په امریکا کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمير تر۴۰۰۰ واوښت

۱۳۹۹ فروردین ۱۳, چهارشنبه

په امریکا کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمیر تر۴۰۰۰ کسانو اوښتی او شاوخوا ۲۰۰ زره امریکایان اوس په دې وبا اخته شوي دي. ‌په آلمان کې هم د تیرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د مړو شمیر لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/3aI2Q
Coronavirus USA Texas Dallas provisorisches Krankenhaus
انځور: picture-alliance/AP/The Dallas Morning News

په امریکا متحده ایالاتو کې د کوید ۱۹ یا کرونا ویروس تر خپریدو وروسته،‌اوس په دې هیواد کې شاوخوا ۲۰۰ زره کسان په دې ویروس اخته دي او د کرونا ویروس د قربانیانو شمیر تر ۴۰۰۰ کسانو اوښتی دی. ‌په عین وخت کې د اروپايي هیوادونو له ډلې څخه په آلمان کې هم د تیرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د مړو شمیر په بې ساري توګه لوړ شوی دی.‌

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې د کوید ۱۹ یا کرونا ویروس ۸۵۰ زره پیښې ثبت شوي دي چې له کبله یې تر اوسه پورې نیږدې ۴۲۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.‌

په امریکا متحده ایالاتو کې د رسمي شمیرو له مخې، ‌پرون د سه شنبې تر ماښامه پورې یعنې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ ۸۶۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ‌په ورته وخت کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په آلمان کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمیر په بې ساري توګه لوړ شوی دی. ‌د شمیرو له مخې په آلمان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا ویروس د ۱۴۹ کسانو ژوند اخیستی دی.

په همدې ترڅ کې فرانسې، هسپانيا او برتیانيا هم د سه شنبې په ورځ‌ د کرونا ویروس له کبله د مړو د لوړ شمیر خبر ورکړی دی.‌

چین چې څه موده وړاندې یې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې د بریا خبر ورکړی وو، ‌د کرونا ویروس د تازه مثبتو پیښو خبر ورکوي. ‌د چین د ملي روغتیا کمیسیون ویلي دي چې یوازې په یوه ورځ ‌کې د کرونا ویروس ۳۶ تازه پیښې ثبت کړي دي. ‌چینايي چارواکو ویلي دي چې تازه پیښې له بهر څخه د راتلونکو کسانو له لوري‌ چین ته انتقال شوي دي.‌

په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا وبا په چټکی سره د خپریدو په حال کې ده. د سپینې ماڼۍ د یوې خبري غونډې په ترڅ کې ولسمشر ترمپ وویل چې شمیرو ته په کتو سره داسې بریښې چې په راتلونکو دوو اونیو کې به په امریکا کې د کرونا ویروس د تازه پیښو او قربانیانو شمیر اوج ته ورسیږي.

‌نوموړي وویل چې که چیرته د کرونا ویروس له کبله ۱۰۰ زره تر ۲۰۰ زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي، نو «ډیر ښه کار» به مو کړی وي.