په امریکا کي د وسلو تولیدات اوج ته رسیدلي دي
۱۳۹۷ آذر ۱۹, دوشنبهپه ستاکهولم کې د سولي تحقیقاتي انستیتوت (سپري) د نوي څيړني پراساس د امریکا د وسلو جوړولو شرکتونه د دنیا د مجموعأ ۱۰۰ لویو شرکتونو په سر کي دي. له هغې جملې څخه لوک هېډ مارتین- Lockheed Martin شرکت یې په ۲۰۱۷م کال کي دومره ډیري وسلې پلورلي دي چي په نړۍ کې بل یوه شرکت هم نه دي خرڅي کړي.
د دغه شرکت په لسمه اندازه حتی یوه الماني شرکت هم وسلې نه دي پلورلي. د جرمني د وسلو جوړولو تر ټولو لوی شرکت، راین میټال- Rheinmetall په عین وخت کي د ۳،۴ ميلیارده ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي او په دې ترتیب سره د نړې د وسلو خرڅولو د ليست په ۲۵ مقام کي راځي.
بویینگ شرکت دوهم مقام لري
د لوک هېډ مارتین شرکت بریالیتوب په اول قدم کي د امریکا د پوځ د لویو تسلیحاتي ضرورتونو پر پوره کولو باندي متمرکز دی او ورته د وسلو لوی مختلف ډولونه او سیسټمونه جوړوي. له هغې جملې څخه ورته د"F-35 Lightning" ماډل جنگي الوتکي او C-130 Hercules ماډل نظامي ترانسپورټي طیارې جوړوي.
د دنیا د وسلې جوړولو دوهم لوی شرکت بیا د الوتکو جوړولو شرکت بویینگ- Boeing دی. دغه شرکت ته د سږکال په جون میاشت کي دونالد ترمپ د امریکا د جمهوررئيس د طیارو، اېر فورس ون - Air Force One د جوړولو فرمایش ورکړ. داسي چي د دوو الوتکو جوړولو له پاره بویینگ شرکت ۳،۹ ميلیارده ډالره په لاس راوړي.
د تر ټولو ښو وسلو پر سر رقابت
د امریکا د وسلو جوړولو شرکتونو له پاره تر ټولو ښه او مطمئین خریدار پخپله د دغه هيواد پوځ دی، چي تل نوي وسلې غواړي او ډیر گران سیسټمونه لکه طیارې انتقالونکي لويي کښتۍ او نور رانیولای هم سي. له روسیې او چین سره رقابتونه هم دغي تسلیحاتي مسابقې ته لمن وهي او گټه یې د وسلو جوړولو شرکتونو ته رسیږي. د مثال په ډول لوک هېډ مارتین- Lockheed Martin شرکت په اوس وخت کي د تر ږغ چټک یوه داسي راکټي سیستم ته انکشاف ورکوي، چي اوسني معمولي رادار سیسټمونه یې مخ نه سي راگرزولای. چین او روسیه وختي لا دغه ډول د اوږدې فاصلې ويشتونکي توغندی سیسټم په اختیار کي لري، چی تر ږغ چټک دي.
ددغو هیوادو تر منځ تسلیحاتي مسابقه اوس فضأ ته هم غزیدلې ده، کومه چي دونالد ترمپ غواړي دSpace Force پروگرام پواسطه په راتلونکي کي مخکي سي.
امريکا متحده ايالات غواړي په راتلونکي کال کي په تسلیحاتو کي تر ټولو ډيري پیسې، یعني۷۱۶ ميلیارده ډالره ولگوي.
له امريکا متحده ايالاتو سره ډیر لږ اروپايي تسلیحاتي شرکتونه رقابت کولای سي. له هغې جملې څخه اېر بوس- Airbus شرکت، په کوم کي چي الماني شرکتونه هم داخل دي. اېر بوس د ډیرو اروپايي هیوادونو له پاره د اې ۴۰۰ اېم- A400 M الوتکي انتقالونکي کښتۍ تولیدوي. خو د غربي اروپا د وسلو تولیدولو لوی هیواد انگلستان دی،چي په دوهم قدم کي بیا فرانسه راځي. د انگلستان د« BAE Systems" شرکت د ۸۳۰۰۰ کارگرانو په درلودلو سره د نړۍ د وسلو تولیدولو د ليست په پنځم مقام کی راځي. دغه شرکت د نورو ترڅنگ د سعودي عربستان له پاره د يورو فایتر – Eurofighter جنگي الوتکي جوړي کړي دي.
روسي او ترکي شرکتونه هم مخته دي
په ۲۰۱۷م کال کي روسۍ وسلې جوړولو شرکتونه هم د جمهوررئيس ولاد یمیر پوتین د تسلیحاتي شرکتونو د عصري کولو له پروگرام څه ډیر گټمن سول. داسي چي د Almaz-Antey په نامه لوی روسي شرکت د اول وار له پاره د ستاکهولم د سولي تحقیقاتي انستیتوت- SIPRI د ليست په ۱۰ مقام کي راغئ.
ترکیه هم د جمهوررئيس طیب اردوغان له هغي ستراتیژۍ څخه گټمن سول، چي غواړي دغه هیواد د وسلو له واردراتو څخه خلاص کړي. په دې ترتیب سره ترکۍ وسلې جوړولو فابریکو ۲۴ فیصده اضافه گټه وکړه.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(15.03.2018 )