1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

امريکا: په کرونا ویروس د اخته کسانو شمير تر يو ميليون واوښت

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبه

د نړۍ په هيڅ کوم بل هيواد کي دومره ډير انسانان په کرونا ویروس نه دي اخته سوي لکه په امريكا کي چى شمير يې يو ميليون ته رسيدلى. آلمان غواړي دغه هيواد ته د خپلو اتباعو د سفر خبردارى لا پسى اوږد کړي.

https://p.dw.com/p/3bXzV
USA Detroit | Coronavirus | Passanten mit Mundschutz
انځور: Reuters/S. Stapleton

د کارپوهانو په حواله په امريكا متحده ايالاتو كي د کرونا د پانديمي د پيل راهيسي څه د پاسه يو ميليون انسانان په دې ویروس اخته سوي دي. دغه ارقام په بالتيمور کي د جان هاپکیز پوهنتون ورکړي دي

د جان هاپکیز پوهنتون په حواله په امريكا متحده ايالاتو کي تر اوسه پوري څه د پاسه ۵۸ زره انسانان د کرونا په نوي ويروس تر اخته کيدو وروسته مړه سوي دي. د نوموړي پوهنتون په خبره په متحده ایالاتو کي د مړو سوو کسانو شمیر د ویتنام د جګړې په ترڅ کي د وژل سویو کسانو تر شمیر هم اوښتی دی. د امریکا متحده ایالاتو د ملي آرشیف په حواله د ویتنام د جګړې پر وخت ۵۸،۲۲۰ تنو امریکایی اتباعو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. دا په داسي حال کي ده چي د سه شنبې ورځې تر ماښام پوري ۵۸،۳۶۵ کسان د کرونا په نوي ویروس تر اخته کیدو وروسته مړه سوي وو.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پینس، د مینیسوتا ایالت په یوه روغتون کي د ملاقات پر وخت یوازینی کس وو چی ماسک یې نه درلود او دا په داسي حال کي چي دغه کلینیک هم له ناروغانو او هم له پایوازانو څخه غوښتي چي د کرونا د ویرس د پراختیا د مخنیوي له پاره باید له ماسکونو څخه استفاده وکړي. خو پینس له ځان څخه د دفاع له پاره وویل چي د ولسمشر د مرستیال په حیث هغه او له نوموړي سره په تماس کي کسان په منظم ډول د کرونا آزموینې کوي.

روغتیایی چارواکي په کرونا ویروس نه اخته انسانانو ته په عام محضر کي له ټوکر څخه د جوړو سوو ماسکونو د اچولو سپارښتنه کوي.