په الیپو کې جگړه روانه ده
۱۳۹۱ مرداد ۷, شنبهد سوریې دولتي ځواکونو د جمعې په ورځ د الیپو په ښار کې د یاغیانو مورچلې بمباري کړي دي. په دغه بمباریو کې له څرخي الوتکو او توپونو څخه کار اخیستل شوی دئ.
د رپوټونو له مخې د الیپو په ښار کې د بشارالاسد په زرهاو مخالفین راټول شوي دي. ویل کیږي چې دولتي ځواکونه د دغه ښار د بیرته نیولو له پاره چمتو والی نیسي.
د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، د سوریې پر دولت غږ کړی دئ چې روان عملیات ودروي او پر خپله هغه ژمنه باندې وفا وکړي چې د خپلو خلکو پر وړاندې به له کیمیاوي وسلو څخه کار نه اخلي.
په عین وخت کې د انگلستان صدراعظم هم په الیپو ښار کې پر یاغیانو د دولت له لوري بریدونه غندلي دي. داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې په زرگونو یاغیان هم د جگړې له پاره چمتووالی نیسي او ښایي دا یوه فیصله کوونکې جگړه وي. پر پلازمینې دمشق سربیره د سوریې په یو شمیر نورو سیمو کې هم د جگړو رپوټونه ورکړل شوي دي.