په المان کې د کډوالو شمیره لوړه شوې ده
۱۳۹۱ مهر ۲۱, جمعهاعلان
د یوې المانۍ ورځپاڼې په حواله په دې هیواد کې د پناه غوښتونکو شمیر د روانې میاشتې له پیل څخه په ښکاره ډول لوړ سوی دئ. د بیلد په نامه ورځپاڼې په المان کې د بهرنیو د ادارې په حواله لیکلي دي چې زیاتره دغه مهاجر له صربستان او مقدونیې څخه دي.
د دغه خبر پر اساس د اکتوبر له لومړۍ نیټې څخه بیا تر لسمې نېټې پورې د مهاجرو له خوا ۳۷۴۴ عریضې وړاندې سوې دي. په دې ډول به نو د دغې میاشتې تر پایه پورې د هغو تعداد ۱۱۷۰۰ ته ورسیږي.