په المان کي مصنوعي القاح
۱۳۹۱ فروردین ۱۸, جمعهاوليور د ۱۹۸۲ میلادي کال د اپريل په ۱۶مه نېټه دنيا ته راغی چې زېږېدنه ئې د حيرانتيا وړ يوه پېښه وه. دغه هلک هغه مهال د مصنوعي القاح په مرسته دنيا ته راغلی وو. مصنوعي القاح په يو شيشه يي «تېست تيوب» کې ترسره کیږي. اوليور اوس دېرش کلن دئ او د المان د اوبرفرانکن سېمې کې ژوند کوي. اوليور په نړۍ کې پنځم ماشوم وو چې د مصنوعي القاح له لارې دنيا ته راغی.
لومړی ماشوم چې د دغه تخنيک په مرسته دنيا ته راغلی ده يوه نجلۍ ده چې لويس براون نوميږي. هغه د انګلستان په اولدهم کې نړۍ ته راغلې وه. د اټکل له مخې اوس په ټوله نړۍ کې درې میليونه ماشومان د مصنوعي القاح له لارې زیږیدلي دي.
د مصنوعي القاح په تخنيک کې ډېر پرمختګ هم شوی دئ. په داسې حال کې چې پخوا ۱۵۰ زره روغ سپرمونه پکار ول خو نن يو سپرم کافي دﺉ چې د يوې ستنې په مرسته تخم يا هګۍ ته ورداخلیږي او القاح رامنځ ته کیږي.
په المان کې د مصنوعي القاح تر ټولو ډیره په ۲۰۰۳ کال کې تر سره شوې وه. یوازې په دغه کال کې دا عمليه ۱۰۶۰۰۰ وارې تر سره شوې وه. په ۲۰۱۰ کال کې د مصنوعي القاح د عمليې اختراع کوونکي برتانوي رابرت ادواردس، ته د نوبل جايزه ورکړل شوه. دا کار د محافظه کارو کړیو له نیوکو سره مخامخ شو.
پخوا داسې اندېښنې هم موجودې وې چې د مصنوعي القاح له لارې زېږېدلي ماشومان به معيوب وي، خو دغه خبره په طبي څېړنو کې غلطه ثابته شوه. هغه کسان چې د مصنوعي القاع د عمليې له لارې دنيا ته راغلي وي، پخپله په عادي ډول ماشومان راوړلای شي. دغه خبره لويس براون او د هغه خور ناتلي، پورې صدق کوي چې دواړو په عادي ډول ماشومان نړۍ ته راوړي.
آژانسونه/ نسیم صابر
کتونکی: سید ریاض