په المان کي د پناه غوښونکو شمېر ډير سوی دئ
۱۳۹۱ مرداد ۱, یکشنبهد کډوالو او پناه غوښتونکو له پاره د المان فدارلي ادارې د جون په مياشت کي د ۳۹۰۱ کسانو له خوا د سياسي پناه غوښتنليکونه تر لاسه کړي دي.
په برلين کي د المان د کورنيو چارو وزرات وايي، چي د تيري مياشتي په پرتله ۴۷۶ زياتو کسانو د پناه غوښتنه کړې ده، چي دا په سلو کي ۱۳،۹ زياتوالی ښيي.
د دغه وزارت د وينا له مخي د جون په مياشت کي د کډوالو د حقوقو له پاره د ژنيف له منشور سره سم ۷۳۰ کسانو ته سياسي پناه ورکړل شوي ده.
وزارت زياتوي ۷۸۸ نورو پناه وړونکو ته «موقتي پناه» ورکړل شوې ده، معني دا چي د سياسي پناه غوښتنه ئې منل شوې نه ده، خو هغوی سمدلاسه بيرته خپل اصلي ټاتوبي ته استول کيدای هم نه سي.
د کورنيو چارو وزارت د وينا له مخي، ډيري پناه وړونکي له هغو هيوادونو څخه دي، چي په هغو کي جګړه او زور زياتی روان دئ.
افغانستان او عراق د دغو هيوادونو په سر کي ځای لري. د معلوماتو له مخي د جون په مياشت کي ۵۹۵ افغانانو، ۴۱۶ عراقيانو او ۳۸۸ سوريا يانو په المان کي د پناه غوښتنه کړې ده.
په ټوليزه توګه د روان ميلادي کال له پيل څخه تر اوسه پوري ۲۳۰۶۶ کسانو د سياسي پناه غوښتنه کړې ده. د تير کال په پرتله د کډوالو په شمير کي ۲۴۵۷ زياتوالی راغلی دئ.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل