په المان کي د اورلگېدنې پيښي۱۴ انسانان ووژل
۱۳۹۱ آذر ۷, سهشنبهد آلمان په شوارڅ والډ نومي سيمه کي د معيوبينو په مسلکي موسسه کي د اور لگېدنې پيښي ۱۴انسانان وژلي دي. په وژل سوو کي معيوبين او د هغوی مرستندويان شامل دي. د ښار اطفائيې ويلي دي چي اټکل کوي دغه کسان د زيات دود د تنفس کولو له اسيته مړه سوي وي. په آلمان کي دا لومړی ځل دی چي په دغه شان يوه موسسه کي د اورلگېدني دوغنه لويه پېښه رامنځ ته کيږي. تر اورلگېدنې وروسته د دغه سيمي ښاروالۍ ته زيات د خواشينۍ پېغامونه رسېدلي دي. د آلمان د ولسمشر يوآخيم گاوک تر څنگ د اروپايي کميسيون رئيس خوسې مانوئېل باروسو هم د پيښي په اړه خپله خواشيني او همدردي اعلان کړې ده. د اورلگېدنې پر وخت په دغه ودانۍ کي ۱۲۰ انسانان موجوده ول. اطفائيه په دې وتوانېدله چي يو شمېر معذوره انسانان د اور له لمبو څخه وژغوري. دا چي د اورلگېدنې لامل څه وو لا تر اوسه نه ده څرگنده. اټکل کيږي چي ښايي د ودانۍ په يوه گودام کي به کېمياوي مواد چاودېدلي وي.