په افغانستان کې F-35 ډوله الوتکه کارول شوې ده
۱۳۹۷ مهر ۶, جمعهد امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو F-35B جنګي جټ الوتکه د «USS Essex» په نامه د امریکا له محاربوي کښتۍ الوتلې او د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر ۲۷مه) یې په افغانستان کې د طالبانو پر اهدافو برید کړی دی.
د F-35 په نامه دغه جنګي جټ الوتکه د هوايي ځواکونو، سمندري او ځانګړو ځواکونو له پاره ډير ډولونه لري. زیاته شوې ده چې د سمندري ځواکونو له پاره جوړه شوې دغه جنګي جټ الوتکه د هلیکوپترې په شان له ځمکې پورته کیږي. د دغه راز الوتکو بیه شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالر اټکل شوې ده.
په عین حال کې د F-35 ډوله جنګي جټ الوتکو د جوړولو پر پروګرام د امريکا کانگرس له څه مودې راهیسې نیوکي کولې. د دغو الوتکو تولید څو ځله د ازموینې په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوی وو چې له کبله یې مالي لګښت هم لوړ شوی وو.
د دغې الوتکي په پېردونکو هيوادونو کي بریتانیا، جنوبي کوریا، اسرائیل، ایټالیا، آسترالیا، کاناډا، ترکیه او جاپان شامل دي.
د F-35 په نامه جنګي جټ الوتکو د جوړولو پروګرام په ۱۹۹۰مو کلونو کې پیل او په ۲۰۰۶م کال کې په لومړي ځل آسمان ته پورته کړل شوې.