1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمیر له ۸۰۰۰ واوښت

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبه

په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۴۹۲ نويو پېښو له ثبتيدو سره په کرونا ويروس د اخته کسانو شمیر له ۸۰۰۰ اوښتې دی. په تیرو ۲۴ ساه په همدې حال کې په بلخ کي د اختر په شپو او ورځو کي پر تګ راتګ باندي بندیز ولګول سو.

https://p.dw.com/p/3cWpt
Alltagsszenen in Corona-Zeiten in Kandahar, Afghanistan
انځور: DW/M. Ibrahim

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت اعلان کړی چي د نورو ۴۹۲ پیښو په ثبتولو سره، په کرونا باندي د اخته کسانو شمیر ۸۱۴۵ ته ورسید. په تیرو ۲۴ ساعتو کي لسو تنو د دې ويروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د عامي روغتیا وزیر د کووید ۱۹ د ناروغۍ تر تیرولو وروسته، نن چارشنبه د افغان-جاپان په روغتون کي په یوې خبري ناسته کي برخه واخیسته. د روغتیا وزیر خبرداری ورکوي چې که خلک صحي لارښووني مراعت نه کړي او په خپلو کورونو کي پاته نه سي، نوښایی د اخته کسانو په شمیر کي د پام وړ زیاتوالی راسي.

په افغانستان کي د کرونا ویروس مخ په پراخیدو دی. خلک د روغتیا وزارت له خوا وړاندیز شوې تدابیر په پام کي نه نیسي او د کوچني اختر په درشل کي د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره سوې ده.

د افغانستان د عامی روغتیا وزارت د نوو ارقامو له مخي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کي د هیواد په ۱۶ ولایتونو کي د کرونا د ویروس ۴۹۲ نوي پیښي ثبت سوي.

ددغو نوو پیښو په ثبتولو سره په دغه هیواد کي د کرونا په ویروس باندي د اخته کسانو شمیر ۸۱۴۵ ته ورسید. همدارنګه په ۲۴ ساعتونو کي ۱۰ تنه مړه سوي او ۸۰ تنه بیرته جوړ سوي دي.

له ۴۹۲ نوو پیښو څخه ، ۲۶۲ تنه په کابل ، ۵۹ تنه په هرات، ۳۳ تنه په بلخ ، ۳۰ تنه په بغلان، ۳۸ تنه په تخار او پاته کسان په نورو ولایتونو کي په دغه ویروس اخته سوي دي.

په بلخ کي پر تګ راتګ باندي بندیز

د کرونا په ویروس باندي د اخته کسانو د زیاتیدو سره سم، د بلخ ولایت محلي چارواکو په دغه ولایت کي د اختر په شپو او ورځو کي په تګ راتګ باندي بندیز اعلان کړ.

د بلخ والي محمداسحق رهګذر وایی چې د کرونا د ویروس د پراختیا د مخنیوي په هدف، په دغه ولایت کي د اختر د ورځو ملاقاتونه او تګ راتګونه لغوه سوي. هغه وويل: «د راتلونکي کوچني اختر له پاره مو پریکړه کړې چي د اختر د مبارکۍ له پاره د خلکو پر تګ راتګ باندي بندیز ولګول سي او د اختر لمونځ به د لمونځ کوونکو ترمنځ د ټاکلي واټن په مراعاتولو سره ادا سي.»

په افغانستان کي په مجموعي ډول تر اوسه پوري ۱۸۷ تنو د کرونا د ویروس په نتیجه کي خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹۳۰ تنه رغيدلي دي.