په افغانستان کې پنځه استرالیایي سرتیري ووژل شول
۱۳۹۱ شهریور ۹, پنجشنبهاعلان
استرالیايي دفاعي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې یوه وګړي درې تنه استرالیايي سرتیري د چهار شنبې په ورځ د ارزگان په ولایت کې ووژل او دوه تنه نور ئې ټپیان کړل. په یوې بلې پېښې کې هم د څرخي الوتکې د رالویدو له کبله دوه تنه استرالیايي سرتیري وژل شوي دي.
په افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونو ویلي دي چې د استراليايي ځواکونو څرخي الوتکه د افغانستان په جنوب کې رالویدلې ده. د هغوی په حواله پېښه د «دښمن» د فعالیتونو له کبله نه ده رامنځ ته شوې. د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
په همدې حال کې د استرالیا لومړۍ وزیرې جولیا گلارد، په افغانستان کې د خپل هیواد د سرتیرو د مړینې د خبر ترلاسه کولو وروسته، د ارامه سمندر د غونډې پر مهال خپل سفر رالنډ کړی دئ. هغې د ارامه سمندر ټاپو گانو ته خپل سفرونه لغو کړي دي.