1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

افغانستان: د کرونا د قربانيانو شمير ۳۶ ته لوړ شوی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱, دوشنبه

د افغانستان دعامې روغتيا وزارت اعلان کړی چې په دغه هیواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمير ۱۰۲۶ ته رسیدلی او د څلورو ډاکترانو په ګډون ۳۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

https://p.dw.com/p/3bAGi
Corona-Virus in Kandahar Afghanistan
انځور: DW/M. Ibrahim

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت نن دوشنبه (د اپريل ۲۰ نيټه) خبر ورکړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۳۰ نویو مثبتو پيښو په ثبتیدو سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته شويو کسانو شمير ۱۰۲۶تنو ته رسیدلی دی. د وزارت له خوا ويل شوي چې ۱۵ پېښې په کابل، ۶ په هرات، ۴ په کونړ، ۴ په لغمان او يوه مثبته پېښه په ننګرهار کې ثبت شوې ده.

 تر اوسه د ۴ ډاکترانو په شمول ۳۶ تنو د دې ويروس له کبله مړه شوي دي په داسې حال کې چې ۱۳۵ تنه رغیدلي دي. ويل شوي چې د جوزجان د ولايتي روغتون د جراحۍ يوه متخصص ډاکتر د کرونا ويروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 په افغانستان کې د کرونا په ۳۶ قربانيانو کې د شينو زاده په نوم د يوه خصوصي روغتون مشر هم شامل دی چې تر دې وروسته د دغه روغتون فعاليت درول شوی دی.

 په همدې حال کې د کرونا ويروس سره د مبارزې له پاره د ځانګړي کړل شويو پېسو د سوء استفادې او فساد په اړه تورونه لګول شوي او په ټولنیزو رسنیو کې دا خبره لاس په لاس کيږي چې په بلخ ولايت کې روغتيايي چارواکو يو ترموز په ۵۰۰۰ افغانيو رانيولی دی. د روغتيا وزارت په دې اړه د پلټنو د ترسره کولو خبره کړې ده.  

یو افغان د کرونا ویروس د مخنیوي له پاره وړیا ماسکونه ویشي

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار په دې اړه ويلي: «که چيرې ثبوتونه په لاس راغلل چې روغتيايي کارکوونکي په فساد کې ښکيل دي نو هغه به یې د کار وروستۍ ورځ وي او ملت ته به وشرميږي.»

 په کرونا ويروس د روغتيايي کارکوونکو اخته کيدل

 د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو پر اساس تر اوسه په هیواد کې د ډاکترانو په ګډون ۱۱۰ روغتيايي کارمندان په دې ويروس اخته شوي دي چې ۹۰ تنه یې نارينه او ۲۰ یې ښځې دي.

له دې څخه ۵۱ تنه روغتیايي کارکونکي په هرات او ۲۲ تنه په کندهار کې په کرونا اخته شوي دي. د روغتيا وزارت يو وار بيا د کرونا ويروس د مريضانو د ډيريدو څخه خبرداری ورکړی او له خلکو څخه یې د روغتيايي لارښوونو او محدوديتونو د رعايتولو غوښتنه کړې ده.