1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې ۱۱ کسان پر کرونا ويروس اخته شوي دي

۱۳۹۸ اسفند ۲۴, شنبه

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت اعلان کړی چې په دغه هيواد کې پر کرونا ويروس د اخته شوو کسانو شمیر ۱۱ ته لوړ شوی دی. افغان حکومت د نوروز مراسمو سربيره، د ټولو ورزشي سيالو ترسره کول د تعليق په حال کې راوستلي دي.

https://p.dw.com/p/3ZQQn
Virentest bei afghanischen Rückkehrer aus dem Iran
انځور: DW/S. T. Shokran

د عامې روغتيا وزارت وايي چې پر کرونا ويروس اکثره مبتلا شوي کسان، له ايران څخه راغلي دي. افغان چارواکو ويلي دي چې د يکشنبې له ورځې به ايران ته د خلکو تلل متوقف شي.

ويل شوي چې د کرونا ويروس خپريدا، اوس د افغانستان له لويديځ څخه شمالي سيمو ته هم رسيدلې ده. تازه د افغانستان په درو شمالي ولایتونو کې د کرونا ويروس درې مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت نن شنبه (د ۲۰۲۰م کال د مارچ ۱۴مه)، خبر ورکړ چې په بلخ، سمنګان او کاپيسا ولایتونو کې د کرونا ويروس د څلورو نوو مثبت پيښو په ثبتيدو سره، په افغانستان کې پر دغه ويروس د مبتلا شوو کسانو شمير ۱۱ تنو ته ورسيد.

د ياد وزارت وياند، وحيدالله مایار، دويچه ويله ته وويل چې ۵۲ تنه نور هم مشکوک دي، چې معاينات يې پيل شوي دي. مايار وويل: «تر اوسه د افغانستان په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۱۸۱ مشکوکې پيښې آزمايښ شوي دي چې په دې ډله کې د لسو پايلې يې مثبتې ختلي دي.»

Nowruz Fest in Mazar-e Scharif
سږکال به د مزارشريف په روضه کې هم جشن نه ترسره کيږيانځور: DW/H. Safi

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې دغه مبتلا شوي کسان، اکثره يې له ايران څخه راغلي او يا له ايران څخه د راغلو کسانو سره په تماس کې ول.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او ایران تر منځ سرحد خلاص دی او هره ورځ په زرونو افغان مهاجر له ایران څخه د افغانستان خاورې ته داخليږي.

خو د هرات د والي وياند، جیلاني فرهاد، دويچه ويله سره په مرکه کې وويل چې په پام کې ده سر له سبا يکشنبې څخه ايران ته د افغانانو له تلو څخه مخنيوی وشي. د هغه په وينا، خو دا چې آيا د ايران له خوا به هم افغانستان ته د راتلونکو افغان مهاجرو راتلل بند شي او که نه، لا روښانه نه ده.  فرهاد وويل: «په سرحد کې تګ راتګ ادامه لري او دا د انديښنې وړ خبره ده. د دې احتمال شته چې د افغانانو پر تګ راتګ باندې لا ډير محدودیتوته ولګول شي او سر له سبا به ايران ته د افغانانو له تلو څخه مخنيوی وشي.»

افغان حکومت، د نوي کال يا نوروز جشن سربيره، ټولې ورزشي سيالۍ لغوه کړي دي. چارواکي وايي چې دغه سيالۍ د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه لغوه شوي دي. په دې اړه د ولسمشر اشرف غني مرستيال، وحيد عمر، پر خپل ټيوټر د نوروز د مراسمو او تر نامعلوم وخت پورې د ټولو ورزشي سياليو د لغوه کيدو څخه خبره کړې ده.

 د افغانستان په شمالي ولايت بلخ کې هم ځايي چارواکو د کرونا ويروس د لومړنۍ مثبت پيښې په ثبتيدو سره، د مزار شريف ښار په روضه کې د نوروز مراسمو د لغوه کيدو خبره کړې ده. سربيره پردې، په دغې روضه کې د سخي زيارت چې هره ورځ ورته د افغانستان له مختلفو سیمو ډير خلک ورځي، هم رخصت شوی دی.