1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په افغانستان کې پر څارنوالانو ولې برېدونه کیږي؟

۱۳۹۹ تیر ۳, سه‌شنبه

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چي د کابل په ده سبر کې د لویې څارنوالۍ د کارکونکو پر موټر برید د سولې بهیر د زیانمنولو په موخه شوی.

https://p.dw.com/p/3eDnQ
Afghanistan Sicherheitskräfte in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

افغان چارواکي وايي ناڅرګنده وسله والو د دوشنبې په ورځ د عدلي مرکز او د بګرام توقیف خونې پر کارکونکو د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې برید وکړ او پنځه کسه یې ووژل.

د ارګ په اعلامیه چې نن سې شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د جون ۲۳مه) خپره شوې راغلي: «جمهوررئیس غني د دغه جنایت د غندلو پر مهال وویل، پر ملکي وګړو او دولتي کارکوونکو برید بشري جنایت، د اسلامي ارزښتونو ضد عمل او د دښمنانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د سولې پروسې د زیانمنولو هڅه ده.»

ولسمشر غني اړوندو ارګانونو ته ددې پېښې د هراړخیزې ارزونې لارښوونه کړې.

د لویې څارنوالۍ پر څارنوالانو د برید مسؤلیت چا نه دی منلی خو ولسمشر غني یوځل بیا له طالبانو غوښتي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د جګړې د پای ته رسېدو او د تلپاتې سولې د تامین له پاره دې د افغان ولس او حکومت غوښتنه ومني.

د کابل په ده سبز کې د ۵ څارنوالانو تر وژل کېدو وروسته نن سې شنبې په شمالي کاپیسا کې هم ددغه ولایت د استنیاف محکمې د یوه قاضي د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

ځايي چارواکي وايي قاضي احمد شاه د کاپیسا په ښار کې دندې ته پر لاره و چې ناڅرګندو وسله والو په ډزو وواژه.

د قاضیانو او څارنوالانو د وژنو ترشا څوک دي؟

د افغانستان د ولسي جرګې غړي بکتاش ایشچي دویچه ویله ته وویل، طالبان هغه څارنولان او قاضیان په نخښه کوي چې په دې وروستیو کې یې له طالب زندانیانو څېړنې کړي.

Afghanistan Befreiung Taliban Gefangene in der Provinz Parwan
افغانستان د سولې د بین الافغاني خبرو اترو د پيل په خاطر تر اوسه پورې له درې زرو ډیر بندیان خوشی کړي دي.انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

«طالبان دا ښيي چې دوی زور لري او څارنوالان په دې سره ویروي چې که چېرې یې پرضد فیصله وشي دوی په دغه ډول مجازات کولای شي.»

د افغان پارلمان دا غړی د مسجدونو د ملاامامانو او دیني عالمانو په وروستیو هدفي وژنو کې هم طالبان ښکېل بولي. خو طالبانو بیا دا تورونه رد کړي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: «د بګرام زندان ته نیږدې پر څارنوالانو باندې برید د اسلامي امارت د مجاهدینو کار نه دی، موږ په دې اړه بشپړه پلټنه کوو.»

د کابل په ده سبز کې په نخښه شوي څارنولان څوک وو؟

هاخوا د کابل په ده سبر کې د دغو څارانولان وژل، د سولې له پاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد غبرګون هم راپارولی.

ښاغلي خلیلزاد په یوه ټویټ کې ویلي، د لویې څارنوالي دغه کارکوونکو د طالب زندانیانو د خوشې کولو چارې اسانولې.

ده زیاته کړې: «موږ د بشپړې پلټنې غوښتنه کوو چې عاملین وموندل شي او عدالت ته وړاندې شي. دا برید هغه څه څرګندوي چې موږ ټول پرې پوهېږو: ورانکاري (کورني او بهرني) هڅه کوي چې بهیر زیانمن او وې ځنډوي.»

خلیلزاد یوځل بیا پر دواړو لورو غږ کړی دی چې د بین الافغاني خبرو پر لور اړین ګامونه واخلي.

دی زیاتوي چې د افغانانو په خپل منځي خبرو کې شونې ده چې پر هر اړخيز اوربند او سیاسي جوړجاري ژر تر ژره خبرې وشي.

اسماعیل شاکر – کابل