1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې وژنې: د بريتانوي ځواکونو په اړه د څېړنو دوام

۱۴۰۲ تیر ۱۵, پنجشنبه

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شل کلن پوځي حضور په ترڅ کې د یوشمېر هيوادونو ځینې پوځي قطعات په جنګي جرمونو تورن شوي دي. د برتانوي پوځیانو لخوا د ناقانونه وژنو څېړنه اوس خپل بل پړاو ته رسېدلې ده.

https://p.dw.com/p/4TUQM
BRitische Truppen Soldaten in Afghanistan

په افغانستان کې د احتمالي غیر قانوني وژنو په اړه د بریتانیا یوې خپلواکې پلټنې د بریتانيا د ځانګړو ځواکونو په اړه تورونه څېړلي دي. د بريتانيا د دفاع وزیر بین والیس د چهارشنبه په ورځ وویل: «څېړنې اوس د اوریدو جدي مرحلې ته رسیدلي او زه کولای شم تایید کړم چې تورونه د بريتانیا د ځانګړو ځواکونو له ترسره کولو سره تړاو لري.»

دا څېړنه چې د روان کال په مارچ میاشت کې پیل شوې، پر هغو قضیو تمرکز کوي چې د ۲۰۱۰م کال له نیمایي څخه تر ۲۰۱۳م کاله پورې پیښ شوي. په دغو قضیو کې د بريتانوي ځواکونو له خوا په افغانستان کې د شکمنو کسانو د نیولو له پاره یو لړ عملیات شامل دي.

بريتانيا په افغانستان کې د غير قانوني وژنو د تورونو په اړه پلټنې کوي

په اوسنۍ څېړنه کې دا هم ارزول کېږي چې د بريتانیا پوځي پولیسو د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د دغه ډول عملیاتو په ترڅ کې د ناوړه چلند په اړه څه ډول ادعاوې څېړلې او آیا په ځینو مواردو کې چپ پاتې شوې او کنه.

هاخوا دوو افغان کورنیو ادعا کړې، چې بريتانوي ځواکونو د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو په لړ کې د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د دریو ماشومانو په ګډون د دوی د کورنیو ۸ خپلوان پر ناحقه وژلي.

د یوه افغان په وژنه تورن آسترالیايي سرتیری په ضمانت آزاد شو

د دغو دوو کورنيو يوه غړي وويل: «موږ په دې هيله یوو چې يوه ورځ به مسؤلین ځواب وواېې.» هغه زیاته کړه: «لس کاله وړاندې ما خپل دوه وروڼه، یو اخښی او یو د ماشومتوب ملګری له لاسه ورکړل. هغوې ټول ځوانان ول.»

په استرالیا کې په ۲۰۲۰م کال کې یوې داخلې څېړني هم دا وښودله چې د دغه هېواد د یوه پوځي ځواک غړو په ناحقه ۳۹ افغان ملکي کسان او بندیان وژلې دي. په استرالیا کې په مارچ میاشت کې یو پخوانی سرتیری نیول شوی وو. نوموړی په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن دی.