1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې پاکستاني ځوانان د افغانستان جګړې ته ځي؟

۱۴۰۰ تیر ۲۷, یکشنبه

د پاکستان په پيښور کې د وژل شوو طالبانو د جنازو د مراسمو موضوع په وروستیو کې بحثونه راپارولي دي. افغان چارواکو ويلي چې په دغو وژل شوو جنګياليو کې يو شمیر يې پاکستاني اتباع دي. ولې پاکستاني ځوانان د افغانستان جګړې ته ځي؟

https://p.dw.com/p/3weBY
Pakistan Grenzstadt Chaman Menschen mit Taliban-Flagge
د طالبانو خواوږي د طالبانو له بیرغ سره د پاکستان په چمن کېانځور: Asghar Achakzai/AFP/Getty Images

د فرانسې خبري آژانس د یوه دغه ډول ځوانانو په اړه چې جنازه يې له افغانستان څخه پاکستان ته لیږدول شوې، رپوټ جوړ کړی دی. د دغه وژل شوی ځوان نوم عبدالرشید ښودل شوی دی.

د عبدالرشيد کورنۍ په وروستي ځل خپل زوی په می میاشت کې ژوندی لیدلی وو. دا هغه وخت وو چې دغه پاکستانی ځوان د طالبانو تر څنګ افغانستان ته د جګړې له پاره ولاړ. د هغه جسد تیره اوونۍ د لرګيو په يوه تابوت کې کور ته راوړل شو.

د فرانسې خبري آژانس وايي چې ډيری پاکستانیان د ایمان او مذهبي عقایدو څخه په الهام اخیستلو او یا هم د ټولنې د فشارونه له کبله د ډيورند کرښې هاخوا جګړې ته وراوړي؛ هغه کرښه چې «دواړو خوا ته پراته پښتانه يې توپير نه کوي.»

«عبدالرشید خان د یو لوی هدف له پاره ځان فدا کړ

د پيښور ښار په یوه څنډه کې ديني عالم، معروف خان، چې د عبدالرشید اکا دی، د فرانسې خبري آژانس ته پر ټيلفون وويل: «عبدالرشید خان د یو لوی هدف له پاره ځان فدا کړ.»

وروسته له هغې چې د دغه ځوان د وژل کيدو آوازه په سیمه کې خپره شوه، د سيمې ډيری اوسیدونکي د هغه کورنۍ ته د مبارکۍ او درناوي له پاره ورغلل. خان وويل: «هغه د جهاد په روحيه هلته (افغانستان) ولاړ. اوس د هغه ځوان ملګري هم غواړي چې لاړ شي او د هغه په څير شهیدان شي.»

Afghanistan, Kandahar province | Einsatz der Afghan Special Forces gegen die Taliban
په کندهار کې افغان ځواکونهانځور: Danish Siddiqui/REUTERS

په داسې حال کې چې د وژل شوي پاکستاني ځوان کورته، د احترام ادا کولو په موخه د خلکو تګ راتګ ادامه لري، د عبدالرشيد پلار، نصیر خان، چې سپينه لویه ږيره لري او عينکۍ يې په سترګو ايښي، د لرګۍ پر يوې څوکۍ ناست دی. هغه وايي: «عبدالرشید یو ځلانده طالب وو.»

د افغانستان حکومت له ډيرې مودې راهیسې پاکستان تورنوی چې طالب جنګیالو ته يې پناه ورکړې او له هغوی څخه ملاتړ کوي. خو پاکستان تل دغه ادعاوې رد کړي دي.

« د طالبانو یو شمیر غړي په اسلام آباد کې اوسیږي»

خو د پاکستان د کورنيو چارو وزير د روانې میلادي میاشت په سر کې وويل چې د طالب جنګیاليو د کورنیو يو شمیر غړي د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې اوسیږي او د دغې ډلې يو شمیر مهم غړي يې د درملنې او یا دفن کولو له پاره پاکستا ته راوړل کيږي.

د فرانسې خبري آژانس تازه یوه داسې ويډيو خپره کړې چې په هغې کې د سپين بولدک په جګړه کې ټپي شوي طالبان ښودل کيږي چې د پاکستان د چمن ښار په يوه روغتون کې يې درملنه کيږي.

پاکستان له طالب سره پخوانۍ او پيچلې رابطه لري. وروسته له هغې چې په ۲۰۰۱ کال کې د امريکايي قواوو په حملو کې په افغانستان کې د طالبانو رژيم ړنګ شو، د دغې ډلې رهبران پاکستان ته وتښتيدل او د هغه ځای په ډاډمنه فضا کې يې له سره د جنګیاليو د جذب او د خپلو ليکو د تقوېې له پاره تبلیفات پيل کړل.

له مودو راهيسې پاکستان له تروریزم څخه پر ملاتړ تورن دی او په وروسیتو کې اعلان شو چې پاکستان به د نړۍ له تروریزم څخه ملاتړ کونکو هیوادونو په ډله کې پاتې وي.

دعبدالرشید کورنۍ په مشخص ډول نه پوهيږي چې زوی چيرته او څنګه وژل شوی دی. خو هغوی ته ويل شوي دي چې هغه په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی.

پاکستانی ځوان عبدالرشيد چیرته ووژل شو؟

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پولیسو دوو سرچینو د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې د تیرو اونیو په جریان کې په افغانستان کې د وژل شوو طالب جنګیالیو چې پاکستاني اتباع ول، لږ تر لږه څلور جسدونه دغه ایالت ته راوړل شوي دي.

کله چې د عبدالرشید جسد پيښور ته راوړل شو په سیمه کې د ماتم صحنه خپره شوه. په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ويډيوګانې چې د عبدالرشید کورنۍ يې هم تائيدوي، ښکاري چې په سلونو خلک د هغه جنازې لاس په لاس کوي. دوی دغه راز د طالبانو په ملاتړ شعارونه ورکوي او يو شمیر يې په پيښور ښار کې د طالبانو بیرغونه ښوروي.

Pakistan Islamabad 2015 | Koranschule
په یوه پاکستانۍ ديني مدرسه کې شاګردان انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

وروسته له هغې چې دغې موضوع پراخو غبرګونو ته لمن ووهله او د پاکستان د پارلمان یو شمیر غړو اعتراضونه وکړل، د عبدالرشید اکا، معروف خان ونيول شو او پر دوه اوونۍ حبس باندې محکوم شو. د پولیسو ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې معروف خان د يوې غیرقانوې غونډې پر جوړیدو او تروریزم ته پر تبلیغ کولو تورن دی.

د امنيتی چارو کارپوه، طاهر خان د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې پاکستاني چارواکو په وروستیو کې د هغو افرادو له پاره چې افغانستان ته د جګړې له پاره ځي، شرایط سخت کړي دي، خو په سرحدي علاقو کې سختې غرنيزې لارې لامل شوي چې ډيری جنګيالي د افغانستان خاورې ته واوړي.

د حقانیه مدرسه

طاهر خان وايي: «د پاکستاني جنګيالو شمیر د تیر په پرتله اوس ډير لږ دی. اوس د افغانستان د طالبانو شمیر دومره ډير دی چې پاکستاني جنګیالو ته کومه اړتیا نه شته.»

د عبدالرشید په ګډون اکثره پاکستاني جنګيالي په پيښور کې د حقانیه دارلعلوم مدرسې څخه فارغ شوي دي. دغه مدرسه د افراطي ایديالوژی په درلودلو او د طالبانو د يو شمیر جنګیاليو په روزلو، د «جهاد پوهنتون» لقب اخیستی دی.

غني او عمران خان

Usbekistan Taschkent | Treffen zwischen Pakistans Präsident Imran Khan und Präsident Ashraf Ghani aus Afghanistan
په تاشکند کې د منځنۍ او سويلي آسیا د کنفرانس په څنډه کې غني او خان انځور: ARG

په ورستیو کې د افغانستان او پآکستان تر منځ اړيکې تر پخوا لا ډيرې خرابې شوي دي. درې ورځې مخکې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او عمران خان د منځنۍ او سويلي اسيا د کنفرانس په څنډه کې د ازبکستان په پایتخت، تاشکند ښار کې سره ولیدل.

غني د دغه کنفرانس ګډونوالو ته په خپله وينا کې وويل: وويل: «استخباراتي اټکلونه ښيي چې په تېره یوه میاشت کې له پاکستانه ۱۰ زره جهادي جنګیالي راغلي دي او همدارنګه د پولو پورې غاړه (آخوا) ترهګریزو سازمانونو له لوري د دوی ملاتړ ښيي.»

د امریکا متحده ایالاتو رهبري، له اسلام آباد څخه غوښتي تر څو پر طالبانو فشار راوړي او هغوی د افغانستان جګړې پای او یوه سیاسی توافق ته مجبور کړي.

د پاکستان لومړي وزير په تاشکند کې د غني پر خبرو خپګان ښکاره کړ. خان وويل چې دوی په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي او تر پاکستان ډير بله هیڅ چا د مذاکرو میز ته د طالبانو د راوستلو هڅې نه دي کړي. خان وويل: «زما له نظره پر پاکستان باندې د افغانستان د موجوده حالاتو پړه اچول، نهایت بې انصافي ده.»

دا په داسې حال کې ده چې تازه تر ډیر وخت ځنډ وروسته تیره ورځ (د جولای ۱۷مه) د قطر هیواد په دوحه کې یو ځل بیا د بین الافغاني خبرو په موخه یوه غونډه جوړه شوې وه. په دغې غونډه کې د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي ټيمونو ګډون درلود.

AFPE/م.ک.ص./ا.ا.