«په افغانستان کې معیوبې ښځې له سیستماتیک تبعیض سره مخ دي»
۱۳۹۹ اردیبهشت ۹, سهشنبهد دوشنبې په ماښام د امریکا متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې د بشري حقونو د څار سازمان په ځپل یوه تازه رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې معیوبې ښځې په ټولنه کې له سیستماتیک تبعیض سره مخامخ دي. د دغه رپوټ په حواله په دغو تبعیضي چلندونو کې د حکومتي چارواکو له لوري جنسي ځورونه، روغتیايي او د زده کړې په څیر آسانتیاوو ته د دوی نه لاس رسی شامل دي.
د بشري حقونو د څار سازمان د آسیا د برخې مشره پاتریڅیا ګوسمن، په دې هکله وايي: »ټول معلوله افغانان، له دولتي خدماتو څخه د استفادې پر وخت له تبعیض او ځورونې سره مخامخ کیږي، خو ښځې او نجونې بیا له جنسي ناوړه استفادې سره مخامخې دي او له پامه غورځول کیږي.
د دغه رپوټ په حواله له لسو معلولو ښځو څخه یوازې دوې یې ښوونځیو ته ځي. د هیومن رایتس واچ یا د بشري حقونو د څار د سازمان په حواله افغاني معلولي ښځې او نجونې زیاتره وخت په ټولنه کې منزوي سوي، په عام محضر او یا هم په خپلو کورنیو کې دننه تحقیر او توهین کیږي.
د دغه سازمان په خبره اجتماعي او عامه غونډو ته د معیوبو او معلولو افغان میرمنو له ورننوتو څخه مخنیوی هم کیږي.
دا په داسې حال ده چې په افغانستان کې د څه د پاسه ۴۰ کلونو راهیسي جګړه او کړکیچ حاکم دی. په میلیونو انسانان د دغو جګړو او یا هم د ماین چاودنو له امله ټپیان سوي دي. زیاتره دغه ټپیان د بدن غړي نه لري او یا هم د لیدو او اوریدو حس یې زیانمن سوی دی. افغانستان د نړۍ په سطحه تر ټولو ضعیف روغتیایی هم سیستم لري.