1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د کريپتو پيسو تود بازار

۱۴۰۰ اسفند ۲۹, یکشنبه

د لويديځ افغانستان يوه بازار کې آرزو اکرمي خپل ځيرک تليفون را اخلي او د تڼۍ په کېکاږلو سره کريپتو پيسې، په يو بنډل نوټونو نغدو پیسو باندې بدلوي. آرزو ۱۹ کلنه ده او په هرات ولایت کې اوسيږي.

https://p.dw.com/p/48kRa
Afghanistan Kabul | Frau benutzt ihr Smartphone im Cafe
انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

آرزو د هغو سوونو محصلينو له ډلې څخه ده چې د سپتمبر مياشتې راهيسې هره مياشت ۲۰۰ امريکايي ډالر د کريپتو يا ديجيتالي پيسو په حیث د يوې امريکايي نادولتي ټولنې په مرسته تر لاسه کوي. دغه ټولنه »کوډ تو انسپاير« نوميږي. دغه پيسې چې د صرافانو په يوه دفتر کې دا په افغانيو بدلوي، هغې ته د کرايې په ورکولو او خپلې شپږ کسيزې کورنۍ ته د ډوډۍ په برابرولو کې مرسته کوي.

د تیر میلادي کال د اګست میاشت له نیمايي راهیسې، هغه مهال چې د افغانستان پخوانی نظام ړنګ شو او طالبان بيا قدرت ته رسېدلي، د افغانستان اقتصاد تقريبا سقوط کړی او دغه هېواد د بحران په څنډه کې قرار لري. دا ځکه چې د میليارډونو ډالرو شتمني يې په بهر کې کنګل شوې ده او له دغه هیواد سره سوداګریزې راکړې ورکړې هم کمې شوي دي. خو ديجيتالي اسعار او غيرمتمرکزه بڼه يې چې بنديزونه ورباندې هم تاثير نه لري، د ګوتو په شمېر يو څو ځوانو افغانانو ته اوس د دې امکان ورکوي چې ځانونه له کړکېچ څخه وژغوري.

آرزو د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې »زما له پاره د تعجب خبره وه کله چې مې زده کړل چې دا په افغانستان کې هم چليږي.«

د کوډ تو انسپاير ټولنې بنسټ د دې له پاره ايښودل شوی وو چې مېرمنو ته په هرات کې د کمپيوټري پروګرامونو جوړول زده کړي، خو دغه نوی او عصري اقدام يې اوس محصلينو سره هم مرسته کوي چې په دغه بې وزله هېواد کې پيسې تر لاسه کړي.

دا مهال افغانستان ته د بانک له لارې د پيسو لېږد تقريبا هيڅ امکان نه لري څو د دې مخه ونيول شي چې د اسلامي بنسټپالو لاسونو ته مرسته شوې پيسې ونه لويږي. حتی هغه کسان چې په بانکونو کې پيسې لري، د راويستلو ستونزې يې لري، عادي افراد په اوونۍ کې تر ۲۰۰ ډالرو پورې او شرکتونه تر ۲۰۰۰ پورې ډالر له خپلو اکاونټونو یا بانکي حسابونو څخه راويستلی شي. مشتريان بايد په ساعتونو ساعتونو په قطارونو کې ودريږي چې خپلو پيسو ته لاسرسی ولري.

Symbolbild Kryptowährung
د بېلابېلو ديجيتال يا کريپتو پيسو سکې او نښانونهانځور: Daniel Kalker/dpa/picture alliance

کريپتو يا ديجيتالي پيسو اوس يادې نادولتي ټولنې ته د دې امکان ورکړی چې دغسې خنډونه شا ته پرېږدي او د دې تضمين هم وکړي چې پيسې هغه چا ته ورسیږي چې تر ټولو زياته اړتيا ورته لري. دغه خبره فرشتې فروغ د فرانسې خبري آژانس ته وکړه.

د هغې په خبره »کريپتو يوه حيرانونکې لاره ده چې هر ډول سياسي او اقتصادي بنديزونه شا ته پرېښودل شي، خو تر يوه مطلق العنانه رژيم لاندې د خلکو د ژوند تغييرولو له پاره يوه وسيله هم ده.«

فروغ يوه امريکايۍ ده چې مور او پلار يې په ۱۹۸۰ يمو کلونو کې له افغانستان څخه وتلي ول. دا چې د خپلو محصلينو مالي وضعيت تضمين کړي، دغه غير دولتي ټولنه له بيټ کوين څخه ډډه کوي چې تر ټولو مشهور کريپتو يا ديجيتال پولي واحد دی، ځکه چې ارزښت يې تل پسې تغيير مومي. د بديل په توګه دوی بي يو اس دي (BUSD) ته ترجيح ورکوي چې يوه »ثابته سکه« بلل کيږي ځکه چې ارزښت يې د امريکايي ډالر له خوا تضمينيږي. د فروغ په خبره »يو بي يو اس دي يو ډالر کيږي.«

د دغه بشري کمپاين ور هاخوا کريپتو پيسو په هرات ولایت کې نور مينه وال هم موندلي دي. دغه خبره د بهرنيو اسعارو تجار حميدالله تيموري کوي. نوموړي په تېرو شپږو مياشتو کې ډېر نوي مشتريان موندلي دي چې ډېر کسان يې همېشه ورته مراجعه کوي څو له خارج څخه د خپلوانو له خوا ورلېږلې ديجيتال پيسې په افغانيو واړوي. ده د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې »د طالبانو له خوا قدرت ته په رسېدو سره د خارج په لور او له بهر څخه د پيسو لېږد ۸۰ سلنه ډېر شوی دی.«

د پيسو لېږد چټک وي او نور مصارف يې د وېسټرن يونين يا د حوالې د سيستم په پرتله ډېر لږ دي. په کابل کې نور احمد حيدر د مجبوريت له مخې د کريپتو کار شروع کړی دی. دغه ځوان د ۲۰۲۱ کال په پيل کې متحده آيالاتو، بريتانيې، آستراليا او کاناډا ته د زعفرانو صادرات شروع کړل چې نوي سلنه تجارتي معاملې يې اوس په بيټ کوين کيږي. دی وايي چې »زه د بانک له لارې د لېږد له ګډوډ بهير څخه ډډه کوم.«

په افغانستان کې د کريپتو يا ديجيتالي پيسو زياتېدونکی محبوبيت د چاين آناليزيس له خوا د ۲۰۲۱ کال رپوټ کې هم ياد شوی دی او افغانستان پکې له ۱۵۴ هېوادونو څخه د بنيادي پيل په کټګورۍ کې شلم ځای خپل کړی دی. کيم ګراور، چې د دغه شرکت د څېړنو مديره ده وايي چې »زه فکر نه کوم چې دا يوازې د طالبانو واکمنۍ ته يو غبرګون دی.«

د هغې په خبره »دا له دې کبله هم ده چې کله په يو وخت کې پر تليفون باندې د کريپتو پيسو د تجارت زياتې حل لارې وي، نو ډېر خلک پرې سر خلاصوي چې دا څه دي.« نوموړې زياتوي په داسې حال کې چې استعمال يې په زياتېدو دی، خو تجارتي حجم يې لا ټيټ پاتې کيږي او دغه حالت به دوام هم وکړي ځکه چې په افغانستان کې انترنت ته لاسرسی لږ او د بې سوادۍ کچه لوړه ده.

ن.ص./خ.ح.(AFP)