1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې د کرونا مثبتې پيښې له ۱۰ زرو واوښتې

۱۳۹۹ خرداد ۴, یکشنبه

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ ۵۸۴ نوې مثبتې پيښې ثبت کړي. دې سره په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ رسمي مثبتې شميرې له ۱۰ زرو واوښتې. حکومت له خلکو غوښتې چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

https://p.dw.com/p/3chGm
Afghanistan  Khost-Provinz Coronavirus
انځور: DW/F. Zahir

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت يکشنبه د کوچني اختر په لومړۍ ورځ (د می ۲۴مه)، په دغه هيواد کې د  کرونا د ۵۸۴ نوو مثبتو پيښو څخه خبر ورکړ. دې سره په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ ټولې رسمي پيښې ۱۰ زره ۵۸۲ ته ورسيدې.

د دغه وزارت سرچينو ويلي دي، چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۲ تنه د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي او د ۳۵ نورو ناروغانو درملنه شوې ده. د دغه وزارت د رپوټ له مخې په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له امله تر اوسه ټول ټال ۲۱۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰۷۵ تنه روغ شوي دي.

د عامې روغتيا د تازه ارقامو پر اساس، په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۲۴ تنه په کابل، ۱۰۰ تنه په هرات، ۳۵ تنه په ننګرهار، ۲۹ تنه په کندز، ۲۲ تنه په تخار، ۱۷ تنه په بلخ او پاتې نور کسان په نورو مختلفو ولایتونو کې په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

سربيره پر دې چې په افغانستان کې د کرونا پیښې ورځ تر بلې د ډيريدو په حال کې دي، خلک په دغه هيواد کې روغتيايي سپارښتنو ته دومره پاملرنه نه کوي.

له اختر څخه يوه ورځ مخکې د عامې روغتيا وزارت له خلکو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې د خپلو خپلوانو کورونو ته له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

دغه وزارت خبرداری ورکړی که چيرته خلک روغتيايي سپارښتنې رعايت نه کړي، د دغه هيواد په روغتونو کې به نه د دغې ناروغۍ د آزموينو ظرفيت او نه به هم د مبتلايانو د بستر کولو له پاره کافي بسترونه پيدا شي. د عامې روغتيا وزارت وايي چې اوس هم د کرونا ناروغانو په اړوندو روغتونونو کې ډير ګنجايش نه لري.

له آرشيف څخه پر ورته موضوع يو انځوريز البوم: