1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پيښو شمیر ۹۹۶ ته لوړ شوی

۱۳۹۹ فروردین ۳۱, یکشنبه

د افغانستان د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا پر ویروس د اخته کیدو ۶۳ نوې پيښې ثبت شوي دي. له دې سره پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۹۹۶ ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/3b8vS
Afghanistan  Khost-Provinz Coronavirus
انځور: DW/F. Zahir

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار په کابل کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې تر اوسه پورې په هیواد کې د کرونا پر ویروس د اخته کسانو له ډلې څخه ۳۲ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۱ تنه بیرته جوړ شوي دي.

نوموړي وویل چې د کرونا پر ویروس د اخته کیدو له ۶۳ نویو مواردو  څخه چې د لابراتواري معایناتو په نتجه کې ثبت شوي دي ۳۱ یې په کابل، ۱۶ یې په بلخ ولایت، ۶ پيښې په کونړ، ۴ په هرات، ۳ په بغلان او په جوزجان، لغمان او فاریاب ولایتونو کې یوه یوه پيښه ثبت شوې ده.

مایار زیاته کړه چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل او هرات ولایتونو کې ۱۵ تنه د کووید-۱۹ له ناروغانو څخه رغیدلي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت همدارنګه د ۵۰۰۰ عدده سرتکشن کیټونو "پی سی آر" (د پولیمریز زنجیره یي غبرګون)، چې لابراتوارونه ورته د کرونا ویروس د تشخیصولو معایتاتو له پاره ضرورت لري د رسیدو خبر ورکړی دی. هغه وویل چې وزارت یې په دې هڅه کې دی چې له سیمې او نړۍ څخه د افغانستان له پاره لازیات کیټونه خریداري کړي.

مایار په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو په اړه د انديښنې په څرګندولو سره ټینګار وکړ چې د خلکو له همکارۍ پرته د دې ویروس پر وړاندې مبارزه امکان نه لري.

هغه وویل چې خلک کولی شي د روغتیا وزارت د سپارښتنو په عملي کولو سره د ټول هیواد په کچه د کرونا ویروس د خپریدو د مخنوي په برخه کې مهم رول ولوبوي.

دویچه ویله: ش.ن/ق.ن

پر ورته موضوع يو انځوريز البوم: