1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پيښو شمیر تر ۲۰۰۰ واوښت

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبه

د روغتیا وزارت په وینا د ۲۳۲ نویو پيښو په ثبتیدو سره په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۲۱۷۱ تنو ته رسیدلی. د طلوع نیوز د ۱۱ خبریالانو او کارکوونکو په شمول، د رسنیو کارکوونکي هم په دغه ویروس اخته شوي.

https://p.dw.com/p/3bcBR
Afghanistan Provinz Herat Coronavirus
انځور: DW/S. Tanha

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې که چیرې خلک کرونا جدي و نه ګڼي نو په دغه هیواد کې ښایي انساني ناورین رامنځ ته شي.

د دغه وزارت د ارقامو له مخې یوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۳۲ مثبتې پيښې ثبت شوي دي او درې تنه په یوه ورځ مړه شوي دي.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۵ تنه په کندهار، ۴۱ تنه په بلخ، ۳۴ تنه په هرات، ۲۰ تنه په کابل او ۱۲ تنه په غزني کې په دغه ویروس اخته شوي دي. په ټوله کې په پلازمېنه کابل کې ۵۷۳ تنه په دغه ویروس اخته دي، چې د نورو ولایتونو په پرتله تر ټولو لوړ شمیر دی.

د دغو نویو پيښو په ثبتیدو سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۲۱۷۱ تنو ته ورسید او نورې په سلونو مشکو کې پيښې تر آزموینې لاندې دي. تر اوسه په افغانستان کې د دغه ویروس له کبله ۶۴ تنه مړه شوي او نور ۲۶۰ تنه بیا رغیدلي دي.

په کرونا ویروس د یو شمیر خبریالانو اخته کیدل

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه ویروس د یو شمیر خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د اخته کیدو رپوټ هم ورکړی. د وزارت په وینا د خبریالانو ترمنځ د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیر لوړ شوی دی.

په ورستیو کې تائید شوه چې د «موبي» د رسنیزې ډلې ۱۱ کارکوونکي هم په دغه ویروس اخته شوي دي. د عامې روغتیا وزارت د خدماتو وړاندې کوونکو چارو معین وحیدالله مجروح، په دې اړه وویل: «موږ له رسنیو څخه غوښتي دي چې په کاري چاپیریال کې د عامې روغتیا وزارت ټولې سپارښتنې په جدي ډول مراعات کړي. یو زیات شمیر خبریالان په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو په ډله کې دي او موبي ګروپ تر ټولو زیات اغیزمن شوی.»

Afghanistan Eröffnung Corona-Krankenhaus in Herat
انځور: DW/S. Tanha

د کرونا ویروس پر وړاندې د خلکو بې پروایي

د عامې روغتیا وزارت د خلکو له بې پروایي او د محدودیتونو د نه مراعاتولو له کبله انتقاد کوي. دغه وزارت وایي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس لمنه مخ پر پراخیدو ده او که چیرې خلک همداسې بې تفاوته وي، افغانستان به ښایي په راتلونکې کې تورې ورځې په مخکې ولري. د وزارت په خبره له دغه ډول وضعیت سره ښايي په راتلونکو دوو میاشتو کې د افغانستان ۸۰ سلنه نفوس په کرونا ویروس اخته شي.

د عامې روغتیا وزارت د معین په خبره که چیرې خلک همدا ډول قرنطین ته توجه ونه کړي، انساني ناورین به رامنځ ته شي: «په کابل او نورو ولایتونو کې له قرنطین سره د خلکو چلن ښيې چې خلک انتظار لري، هغه وخت قرنطین ته توجه وکړي چې په کوڅو کې جنازې پرتې وي.»

وزارت له خلکو وغوښتل چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي پر وړاندې د مبارزې په پار ډاکټرانو او پالونکو ته انګیزه وبخښي او د هغوی ملاتړ وکړي.

شکیلا ابراهیم خیل