1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې د کرونا د شکمنو یوازې ۲۰ فیصده پیښې تست کیږي

۱۳۹۹ خرداد ۱۵, پنجشنبه

چارواکي او طبي کارپوهان وايي چې په افغانستان کې په ورځني ډول د کرونا ویروس د ټولو شکمنو پیښو له جملې څخه یوازې ۲۰ فیصده یې تست کیږي او همدارنګه زیاتوي چې کرونا مثبتې پیښې له ۱۷ زرو اوښتي دي.

https://p.dw.com/p/3dEON
Afghanistan Herat | Coronavirus | Krankenhaus & COVID-19
انځور: DW/S. Tanha

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پیښې د هرې ورځې په تیریدو سره د ډیریدو په حال کې دی، افغان چارواکو ویلي چې دوی په هیواد کې د کرونا وبا د خپریدو په هکله اندیښمن دي. په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو له ۱۷ زرو اوښتی دی. د عامې روغتیا د وزارت مرستیال وحید مجروح وايي چې د روغتیا وزارت د کرونا ویروس د خپریدو له کبله ډیر اندیښمن دی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال مجروح زیاته کړه: «له بده مرغه، په هیواد کې د [کرونا ویروس] پیښې له هغې زیاتې دي چې موږ یې په ورځني ډول ثبتوو. موږ په ورځ کې د ۲۰۰۰ تستونو ظرفیت لرو خو تقاضا ډیره زیاته لوړه ده.»

په عین وخت کې د سره صلیب نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د کرونا ۸۰ تر ۹۰ سلنه احتمالي مثبتې پیښې نه تستیږي. دغه سازمان ویلي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ورځ کې د ۱۰ او ۲۰ زرو ترمنځ د کرونا د احتمالي پیښو نمونې د تست کولو له پاره ترلاسه کوي. دغه خیریه سازمان خبرداری ورکړ چې په دې توګه ښايي افغانستان د روغتیايي سیستم له فلج کیدو سره لاس او ګریوان شي.

د سره صلیب په حواله، افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د ټولو سمپلونو له جملې څخه ډیرې مثبتې پيښې ثبتوي او زیاتوي چې دغه څه د دې ښکارندويي کوي چې په افغانستان کرونا ویروس ډیر خپور شوی دی.

Afghanistan Coronavirus Flughafen Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/R. Gul

په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوال سازمان مشر ویکي اکین، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې څلورو لسیزو جګړو د دغه هیواد روغتیايي سیستم ډیر زیات اغیزمن کړی دی. اکین زیاته کړې: «زیاتره کلینیکونه د کوید ۱۹ ناروغانو د درملنې او یا معاینې له پاره مناسب حفاظتي وسایل نه لري او زیاتره هغه ناروغان ردوي چې د کرونا ویروس علایم ولري.»

په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پیښې داسې مهال زیاتیږي چې دغه هیواد له جګړو او نا امنینو څخه کړیږي چې له کبله یې د روغتیا څانګې ته پاملرنه کمه شوې ده. په عین وخت کې، د کرونا ویروس داسې مهال له یوه شخص څخه بل ته انتقالیږي چې افغانستان د څه مودې راهسیې په یو شمیر ولایتونو کې د تګ راتګ په برخه کې بندیزونه هم وضع کړي او زیاتره افغانان هم طبي سپارښتنو ته پام نه کوي.