1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ له امله ۷ تنه مړه شوي

۱۴۰۲ خرداد ۱۵, دوشنبه

یواځې تېره اوونۍ په افغانستان کې ۹۱ کسان د کانګو په ناروغۍ اخته شوي دي. د طالب چارواکو په وینا تر دمګړۍ د یادې وژونکي ناروغۍ له امله ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4SDKs
آرشیف: په کابل کي د یوه روغتون پر کټ د پروت ناروغ انځور
آرشیف: په کابل کي د یوه روغتون پر کټ د پروت ناروغ انځورانځور: Entani Hospital, Kabul

په افغانستان کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، کانګو داسې یوه ناروغۍ ده چې انسان ته د څاريو د کنې يا وریزي د چیچلو، له وینې او د مړو څارویو سره د تماس له امله رامینځ ته کیږي.

تبه، د بدن درد، خوابدی، اسهال، داخلي او بهرنۍ خونریزي، د غاړې او د سترګو درد او رڼا ته حساسیت د کانګو ناروغۍ اصلي نښې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرف زمان دویچه ویله ته وویل: »په ټولیزه توګه د کانګو ۱۰۶ مثبتې پېښې ثبت او د دغې ناروغۍ له امله ۷ تنه مړه شوي دي.«

یواځي د همدې اونۍ په ترڅ کې په ګانګو ۹۱ کسان اخته او څلورو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د عامې روغتیا وزارت ویاند په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل.

په کابل کې د انتاني ناروغیو روغتون د کانګو په ګډون د ساري ناروغیو یوازځنی مرکز دی، چې هره ورځ ګڼ شمېر ناروغان ورځي.

د کابل د انتاني روغتون چارواکي وايي، په کانګو ناروغۍ اخته کسان  تر ډیره قصابان، بزګران او اشپزان دي.

آرشیف: د انتاني ناروغیو روغتون افغانستان - کابل
آرشیف: د انتاني ناروغیو روغتون افغانستان - کابلانځور: Entani Hospital, Kabul

څرنګه چې د کانګو د اخته کیدو یو احتمال حیواني کنه يا وریز، د وینې یا د څارویو د مړو سره اړیکه ده، قصابان د ناروغۍ په لومړۍ کټګورۍ کې دي.

د دغه روغتون مسوول ډاکټر فریدالله عمري دویچه ویله ته وویل: »یواځې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې په دې روغتون کې ۷ مړینې ثبت شوي او دا شمېره لا هم مخ په زیاتېدو دی.«

هغه زیاته کړه، که په افغانستان کې د کانګو د ناروغانو شمېر د زیاتېدو د مخنیوي لپاره ځانګړي تدابیر ونه نیول شي، دا شمېره به له لوی اختر وروسته، چې له یوې میاشتې کمه موده ورته پاتې ده، لا ډېر شي.

په لوېديځه افریقا کي بيا د ایبولا ویروس بیره

یو شمیر د کانګو ناروغان چې د کابل د ساري ناروغیو په روغتون کې بستري شوي او تر درملنې لاندې دي، د خپل روغتیايي وضعیت او په دې ناروغۍ د اخته کیدو څرنګوالی تشریح کوي.

عبدالستار د کندز ولایت اوسېدونکي دویچه ویله ته وویل: «زه د غواګانو او پسونو د پېر او پلور کاروبار لرم، لس ورځې وړاندې د کار پر مهال د کنې  سره د تماس له امله را ته دا ناروغۍ پیدا شوه. لومړی مې تبه درلودله، وروسته مي وجود درد کاوه او بیا مې آند تر پوزې وینه راغله.»

دغه راز د لغمان ولايت يوه اوسېدونکي وحدت الله هم دويچه ويله ته وويل، چې په دې ناروغۍ د ماسک او دستکشو په څېر د خونديتوب د وسايلو د نه کارونې له امله اخته شوى دى:  هغه وویل: »زه قصاب يم، له بده مرغه دا ناروغۍ مې د څارويو د حلالولو پر مهال اخیستې ده. په لومړي سر کې مې د خارښ احساس وکړ بیا تبه، سر درد، اسهال او د وینې بهیدو سره مخ شوم. اوس تر درملنې لاندې یم هیله لرم چې ژر به روغ شم.«

یونیسیف: هره ورځ ۱۵۰۰۰ کوچني ماشومان مري

د کانګو ناروغي چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۴ کال کې د اوکراین د کریمیا په ښار کې ثبت شوه،  د ویني بهيدونکې ناروغۍ په نوم ونومول شوه او بیا په ۱۹۶۹ کال کې معلومه شوه چې د دې ناروغۍ نښې په ۱۹۵۶ کال کې د کانګو په جمهوریت کې هم ثبت شوې وې.

باید وویل شې چې د لوی اختر په را رسیدو سره په افغانستان کې د کانګو ناروغانو د شمیر د زیاتیدو په اړه روغتیايي کارکوونکي اندیښمن دي.

هغوې سپارښتنه کوي چې د څارویو د حلالولو پر مهال له دستکشو، ماسکونو او اوږدو جامو څخه کار واخیستل شې ترڅو انسانان د کانګو ناروغۍ له خطر څخه ځانونه وژغوري.

زموږ له آرشيف څخه: