په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو يو بل مشر وژل شوی
۱۳۹۷ تیر ۱۳, چهارشنبهد آلمان خبري آژانس د امنيتي چارواکو په حواله خبر ورکړې چې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د جولای ۳ نيټه) د امريکا متحدو ايالاتو بې پيلوټه الوتکې د افغانستان په کونړ ولايت کې د پاکستاني طالبانو پر يوه پټنځای بريد کړی چې په نتيجه کې یې ملا عمير رحمان سواتي، وژل شوی دی.
نوموړی د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله، سلف وو چې هغه هم تيره مياشت په افغانستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو.
د پاکستان حکومت د امريکا متحدو ايالاتو او افغان امنيتي ځواک څخه له اوږدې مودې راهيسې د ملا فضل الله پر ضد د اقداماتو غوښتنه کوله.
په کونړ کې د ملا عمير الرحمان سواتي، د وژل کيدو خبر په داسې حال کې ورکړل شوی چې د منځنۍ او جنوبي آسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله پاکستان ته تللې او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره د افغان طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې له پروسې سره د مرستې په هلکه خبرې کړي.
داسې انگيرل کيږي چې د پاکستان پوځي استخباراتي اداره پر افغان طالبانو نفوذ لري څو هغوی د سولې خبرو اترو ته اماده کړي او يا پر هغوی په فشار اچولو سره د سولې په پروسه کې ور شامل کړي. خو اسلام آباد تر اوسه په دې برخه کې ډيره مرسته نه ده کړې.
خو د پوځي چارو يوه کارپوه فدا خان، وويل چې امريکا اوس د پاکستان د سرسختو دښمنانو په وژلو سره غواړي د پاکستان رضايت ترلاسه کړي. هغه زياته کړه: «دا يوه ستره ښيگڼه ده او بايد بدل یې ورکړل شي.»
د نوموړي په خبره دا دواړه کارونه به د امريکا او پاکستان ترمنځ د اړيکو په ښه کيدو کې مثبت رول ولري.
د پاکستان او امريکا متحدو ايالاتو ترمنځ ترنگلتياوې له هغه وروسته زياته شوې چي دونالد ترمپ د امريکا ولسمشر شو او پاکستان يې افغان طالبانو ته د پټنځايونو په ورکړي تورن وباله.
dpa (B.S/N.Z)
زموږ له آرشيف څخه: