په افغانستان کې د شترمرغ د روزنې لومړنی فارم
د افغانستان په هرات ولایت کې د شتر مرغ د روزنې لومړنی فارم جوړ شوی دی او په کې له ایران څخه راوړل شوي شتر مرغان روزل کیږي. د پرمختګ په صورت کې امکان لري چې شترمرغ د پسونو د غوښې ځای ونیسي.
د دې فارم مسوول احمد شاه شریفي وايي چې لومړی یې له ایران څخه ۱۲۰ شترمرغه رانیولي دي خو د امکاناتو د نه شتون له امله اوس یوازې ۴۵ یې ژوندي پاتې دي او پاتې نور یې له منځه تللي دي.
د دې فارم جوړولو د غوښو د بیو د را ټیټولو هیلې را ژوندی کړي دي. د پسونو یا ګډ غوښه په پراخه کچه ایران ته صادریږي او له همدې امله یې بیې هم لوړې شوي دي.
د شتر مرغانو غوښه سره او کمه وازګه یا شهم لري. د دوی غوښه ګرمه وي او ډیره اوسپنه لري چې له نورو سرو غوښو سره ډیر توپیر لري. د دې مرغانو غوښه د هغو کسانو له پاره چې د وینې غوړ او یا د وینې لوړ فشار لري، مناسبه ګڼل کیږي.
شتر مرغ داسې یو مرغه دی چې اصل یې له افریقا سره تړلی دی او کولای شي چې په یوه ساعت کې ۷۰ کلومتره په سرعت سره واټن ووهي. په دې سره دغه مرغه د نړۍ له ګړندي سفر کولو مرغانو په سر کې ځای لري. د دې مرغانو په غوښه کې د وازګې د کمي یو دلیل هم د دوی تیز سرعت او د وازدو سوځیدل دي.
معمولاً شترمرغان له ۶۳ څخه نیولې تر ۱۴۵ کیلو ګرامه پورې وزن لري. د دوی قد هم له ۲،۱ څخه تر ۲،۸ متره پورې رسیږي.
د مالدرانو له پاره دغه مرغان د غواګانو او پسونو ښه بدیل ګڼل کیږي او دا ځکه چې د دوی د ساتنې او روزنې مصرف کم وي او په هر راز چاپیریال او موسم کې ساتل کیدای شي. دغه مرغان کولای شي چې تر منفي ۳۰ سړه هوا او ان تر ۵۰ درجې ګرمۍ پورې ژوندي پاتې شي.
د دوی د اهلي کیدو یو دلیل دا دی چې دوی مخکې وحشي مرغان وو. شترمرغان د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې روزل کیږي او د کلیوالو خلکو له پاره د عاید تر ټولو غوره سرچينه ګڼل کیږي.
د شتر مرغانو وزرونه هم د کار وړ دي او ځینې توکي ترې تولیدیږي. د دوی له پوست څخه د چرم په توګه کار اخیستل کیږي او غوښه یې هم پیردونکو ته وړاندې کیږي.
په هرات کې هر شترمرغ په کلني ډول له ۷۰ نه نیولې تر ۸۰ هګۍ اچوي. د شترمرغانو بچیان په ورځ کې یو سانتي غټیږي او په لسو میاشتو کې د غوښې د تولید له پاره چمتو کیږي.
په دې ماشین کې د شترمرغانو هګۍ د تودوخې په یوه مناسبه درجه کې ساتل کیږي ترڅو نور شترمرغان تولید کړي. د شترمرغ هګۍ بازار ته هم وړاندې کیږي خو اوسمهال هڅې روانې دي چې د دوی له هګیو څخه د شترمرغانو د نسل د زیاتولو له پاره کار واخیستل شي.
کله چې له هګیو څخه کوچني شترمرغ را ووځي نو بیا د څو ورځو له پاره په دې ماشین کې ساتل کیږي. دغه کوچني شترمرغان د ۱۰ او ۱۵ میاشتو په عمر کې د غوښې له پاره حلالیږي او غوښه یې د ګټې وړ وي.
په عادي توګه شترمرغ کولای شي چې له ۴۰ نه نیولې تر ۵۰ کلونو پورې ژوند وکړي خو له اقتصادي اړخه دوی تر ۱۰ کلونو پورې د استفادې وړ وي.
د خلکو د عام فکر بر خلاف، دغه مرغه کله چې و ویریږي نو په چټکۍ سره منډه وهي او هیڅکله خپل سر په ځمکه نه ننباسي. د دې فارم مسوولین وايي چې «حکومت له دې نوي صنعت سره هیڅ راز مرسته نه ده کړې او د دوی هڅې یې له پامه غورځولی دي.»