د سینه بغل او پولیو پر وړاندې کمپاین پیل شو
۱۳۹۰ اسفند ۱۵, دوشنبهدغه ډول واکسینونه تر دې مخکې د افریقا او جنوبي اسیا په یو شمیر وروسته پاته هیوادونو کې هم کارول شوي دي چې د وزارت په وینا ښې پایلې ئې درلودلې. په افغانستان کې هر کال په سلهاوو ماشومان د دغو دوو ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د افغانستان د عامې روغتیا سرپرسته وزیره ثریا دلیل، وایي چې د پولیو او سینه بغل ناروغیو پر وړاندې د کمپاین په لاره اچولو کې له افغان حکومت سره د ملگرو ملتونو سازمان مرسته کړې ده.
د پولیو او سینه بغل د ناروغیو پر وړاندې کمپاین به لومړی د هیواد په جنوب او ختیځو سیمو کې تر سره شي. په ورستیو کلونو کې په دغو سیمو کې د یادو ناروغیو ډیرې پېښې لیدل شوي دي.
میرمن دلیل وایي چې د واکسین د دغه کمپاین په سر ته رسولو کې به افغان حکومت له سیمه ییزو مشرانو او عامو خلکو څخه مرسته تر لاسه کړي. تر دې مخکې ویل سوي وو چې په دغه کمپاین کې به تر اتو میلیونو پورې هغه ماوشومان واکسین کړل شي چې عمرونه ئې تر پینځو کالونو کم وي.
د میرمن دلیل په خبره د افغانستان حکومت د نړیوالې روغتیا له ادارې څخه داسې واکسینونه تر لاسه کړي دي چې د پولیو او سینه بغل پر وړاندې په یوه وخت کې کارول کیږي. دلیل وایي چې د دغو واکسینونو اغیزمنتوب ډیر ښه ثابت شوی دئ.
د چارواکو په خبره په لاره اچول شوی کمپاین به د یوه نیم کال په ترڅ پای ته ورسیږي. شمیرې ښیي چې هر کال په وروسته پاته هیوادونو کې ډیر شمیر ماشومان د سینه بغل د ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
میرویس جلالزی (دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش