1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د زړو بانکنوټونو ستونزه همداسي پاته ده

۱۴۰۲ مهر ۱۸, سه‌شنبه

که څه هم د طالبانو حکومت د زړو بانکنوټونو د له منځه وړلو او د نويو بانکنوټونو د چاپ او وېش ژمنې کړي، خو لا هم د هيواد په بازارونو کې دغه ستونزه نه ده ختمه شوې. کارپوهان یې لامل پر افغانستان وضع شوي بندیزونه په ګوته کوي.

https://p.dw.com/p/4XLtx
Taliban-Vorstoß erhöht die politische wirtschaftliche Unsicherheit in Afghanistan
انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وياند حسيب الله نوري وايي: «دا مهال په ټول هيواد کې د نویو بانکنوټونو د وېش او په مقابل کې یې د مندرسو (له کاره لوېدلو) بانکنوټونو د راټولولو پروسه روانه ده.»

هغه له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «دا یوه نرمه او دوامداره پروسه ده او د افغانستان بانک د معلوم طرزالعمل پر اساس د بازار اړتیا ته په کتو او د معقولو پولي سیاستونو ته په پام ترسره کېږي.»

د افغانستان بانک وياند له هېوادوالو غوښتي چې د بانکنوټونو ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي، څو له وخت وړاندې زاړه نه شي.

په ورته وخت کې ځيني افغانان وايي، که څه هم طالبان بازارونو ته د نويو بانکنوټونو د عرضې خبره کوي، خو لا هم زړې او له کاره لوېدلې پيسې لاس پر لاس کېږي.

د کابل ښار په منډوي کې يوه هټيوال له دويچه ويله سره په خبرو کې د زړو بانکنوټونو د ډېروالي له کبله شکايت وکړ او د نوم نه څرګندولو په شرط يې وويل: «زړو پیسو مو پر کار او بار منفي اغېز کړی، له طالبانو غواړو چې دغه ستونزې له منځه يوسي، ځکه نور ستړي شوي يوو.»

آیا د نويو بانکنوټونو چاپ له نړۍ سره د طالبانو د تعامل ښيي؟

له بله پلوه د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي چې نوې چاپ شوي بانکنوټونه د انفلاسيون د مخنيوي او په بازارونو کې د افغانيو ارزښت ته د زيان نه رسېدو حالتونو ته په پام سره بازار ته وړاندې کېږي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکي د زړو بانکنوټونو د زياتوالي لوی لامل پر اوسنيو واکمنانو بانکي بنديزونه ګڼي.

د افغانستان اسلامي بانک سلاکار او د اقتصادي چارو شنونکی محب الله شريف له دويچه ويله سره په خبرو کې د زړو بانکنوټونو د له منځه وړلو له پاره د داسې يوې منظمې پاليسۍ د جوړېدو وړانديز وکړ چې له مخې يې نه يوازې په کابل، بلکې په ټولو ولايتونو کې پولي مرکزونه دې ته اړ شي، چې نویو بانکنوټونه ووېشي.

له بلي خوا د مالي چارو په اړه راپور ورکوونکې ادارې "بلومبرګ" په هغه راپور کې چي څو ورځې وړاندې خپور شو، راغلي دي چې افغانۍ په تېرو دريو مياشتو کې د نړۍ په کچه د نړۍ تر ټولو ارزښت لرونکی پولي واحد اعلان کړ او ويې ويل چې افغانيو د بهرنيو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت ساتلی دی.

بلومبرګ د افغانيو د ارزښت د ثبات ساتلو لامل، افغانستان ته د نړیوالې ټولنې له لوري د میلیاردونو ډالرو بشري مرستو دوام ګڼلی دی.

د بلومبرګ په راپور کې راغلي ول چې د افغانیو ارزښت د روان کال له جولای میاشتې نه تر اوسه د ډالر پر وړاندې ۹سلنه ښه شوی دی.

د بلومبرګ په راپور کې راغلي ول چې د افغانیو ارزښت د روان کال له جولای میاشتې نه تر اوسه د ډالر پر وړاندې ۹سلنه ښه شوی دی.
د بلومبرګ په راپور کې راغلي ول چې د افغانیو ارزښت د روان کال له جولای میاشتې نه تر اوسه د ډالر پر وړاندې ۹سلنه ښه شوی دی.انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

خو طالب چارواکي بيا په دې اړه متفاوت نظر لري. د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستيال عبداللطيف نظري وايي: «په صادراتو کې ډېروالی، په مرزونو کې د تعرفو راټولول، د مالياتو پر وخت راټولول او بهر ته د ډالرو د قاچاق مخنيوی ټول هغه څه دي چې د افغانيو ارزښت يې باثباته ساتلی دی.»

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې په دې اړه ويلي دي، چې په بازار کې د ډالرو زياتوالی او د قاچاق مخنيوی يې هغه څه دي چې د افغانيو په ارزښت ساتلو کې مهم تمام شوي دي.

طالب چارواکو څه موده مخکې د افغانيو د ثبات ساتلو له پاره بهر ته د پيسو پر لېږد يو لړ نوي قيودات وضع کړل، هغه څه چې د اقتصادي چارو شنونکی يې د افغانيو ارزښت ساتلو په برخه کې حياتي ګڼي.

د طالبانو رياست الوزرا د يوې خبرپاڼې له مخې اعلان وکړ چې د ځمکې له لارې تلونکي افغانان نور د دې اجازه نه لري چې تر ۵۰۰ زيات ډالرو ولېږدوي او همدارنګه له هوايي لارو هم څوک نشي کولی چې تر ۵ زره زيات ډالر يوسي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد عارف وايي: «که څه هم د طالبانو وروستيو اقداماتو د افغانيو د ارزښت د ثبات ساتلو په برخه کې خپل رول لرلی دی، خو په وينا يې د نړيوالو موسسو له لارې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د نغدي مرستو دوام د افغانيو د ارزښت د ثبات ساتلو اصلي فکتور دی.»

عارف وړانديز کوي چې بهر ته د ډالرو قاچاق په برخه کې که طالبان خپلې کړې ژمنې په پوره توګه عملي کړي »نو دا به په دايمي توګه د افغانيو د ثبات ساتلو په برخه کې ډېر ګټور وي.»

ع.پ / خ. ح / ن.ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie