1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د خارجي اسعارو او طلا بيې لويدلي

۱۳۹۸ اسفند ۱۰, شنبه

افغان صرافان او زرګران وايي چې د افغانستان په بازارونو کې د طلا او بهرنيو اسعارو بيې ډیرې رالويدلې دي. دوی د بيو د ښکته کيدو دلیل په دوحه کې د سولې له تړون سره په تړاو کې بولي. په مقابل کي بیا د افغانیو ارزښت لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/3Yejr
Afghanisches Geld
انځور: AP

د کابل په شهزاده مارکيټ کې د صرافانو د اتحاديې پخواني مشر او اوسني غړي، امين جان خوستي دويچه ويله ته وويل چې د شنبې په ورځ (د فبروري ۲۹مه)  يو ډالر د افغانيو په مقابل کې تر ۷۴،۹۰ پورې راښکته شو خو مازديګر مهال يو څه بيرته لوړ شو او په ۷۵نيم شاوخوا کې ودريد. د خوستي په وينا تر دې وړاندې يو ډالر په ۷۷ افغانيو وو.

خوستي د ډالرو د بيې د ټيټيدو په اړه وويل: «د دې علت په دوحه کې د سولې د تړون خبرې دي.» امين جان خوستي زياته کړه چې دا د تير يوه کال په جريان کې د افغانيو په بدل کې د ډالرو د بيې بيساری ټيټيدل دي.

د هرات ښار په خراسان مارکيت کې د صديقي صرافۍ د شنبې په ورځ د افغانستان په وخت دمازديګر ۵ بجې دويچه ويله ته وويل چې اوس په هرات کې د يوه ډالر بيه ۷۵ اعشاريه ۱۰ افغانۍ ده.

د بهرنيو اسعارو د بيې د لويدو ترڅنګ د طلاو بيې هم لويدلي دي.

د کندز ښار اوسیدونکی شکورالله وفا چې د طلاوو کارو بار کوي وايي چې د شنبې شپې راهيسې د طلاو نرخ هم ډير راټيټ شوی دی. وفا وويل: «د تيرې دوشنبې په ورځ يو اُنس طلا (۳۱ اعشاريه ۱۳۵ګرام) په ۱۶۸۰ ډالره وو، خو له تيرې شپې راهيسې ۱۵۸۶ ډالرو ته راښکته شوی دی.»

Türkei Großer Basar in Istanbul - Goldschmuck
د بهرنيو اسعارو سره هم مهاله طلا هم ارزانه شوېانځور: picture-alliance/Pixsell/F. Brala

وفا وايي د طلاو دغه نرخ نړيوال دی. هغه په دې باور دې چې د سرو زرو د بيې د لويدو دليل هم د افغانستان د سولې له تړون سره تړاو لري. هغه په دې اړه وويل: «بله داسې کومه خبره نه ده شوې، علت يې همدا د سولې تړون دی.»

امين جان خوستي وويل چې تر ډالر علاوه، د نورو بهرنيو اسعارو بيې، لکه يورو، تومن، کلدارې هم د افغانيو په مقابل کې رالويدلې دي.

خو افغان سوداګر وايي چې افغانستان يو مصرفي هيواد دی او ډاډه نه دي چې د افغانيو اوسنۍ بيه دې په خپل ځای پاته وي. خوستي په دې اړه وويل: «زه فکر کوم چې افغانۍ به ډير ژر دغه بيه بيرته له لاسه ورکړي.»

د هغه په وينا په وروستيو کې د افغانستان په ختيځو او جنوبي ولایتونو کې د کلدارو کارونه ډيره لږ شوي او خلک په افغانيو راکړه ورکړه کوي چې دغې موضوع هم د افغانۍ په ارزښت کې مرسته کړې ده.

د امين جان خوستي په خبره د افغانستان بانک هره اوونۍ درې ځله د ۲۰ او ۳۰ ميليونو تر منځ ډالر بازار ته عرضه کوي تر څو يې د افغانيو بيه د خارجي اسعارو په مقابل کې ثابته ساتلي وي.