1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د جگړې خصوصي کول؟

۱۳۹۷ بهمن ۹, سه‌شنبه

په کابل کې د بريتانيا د يوه شخصي امنيتي شرکت پر ودانۍ د وسله والو طالبانو بريد په افغانستان کې د دغه شخصي امنيتي ځواکونو د راتلونکي په هلکه بحث تود کړ. په افغانستان کې اوسمهال څه نه څه ۲۵۰۰۰ شخصي امنيتي ساتونکي موجود دي.

https://p.dw.com/p/3CN0K
Afghanistan - Mehrere illegale Sicherheitsfirmen geschlossen.
انځور: DW/H. Hashemi

لس کسان هغه وخت ووژل شول او نور يو شمير ټپيان شول کله چې طالبانو د شرکت د ودانۍ مخې ته موټر بم چاودنه وکړه او بيا دغي ودانۍ ته چي سخت امنيت يې نيول شوی ننوتل او ډزي يې پيل کړې. په دې پېښه کې ملکيانو ته تاوان ورسېد چې پکښې د نژدې دوکانونو مالکان هم شامل ول. د اميد په نوم يوه دوکاندار وويل: «د چاودنې له کبله مې دوکان بشپړه ويجاړ شوی دی. پنځه کارکوونکي مو ټپيان شول چې درې یې سخت ټپيان دي.»

تاج محمد يو بل دوکاندار دی چې په چاودنه کې یې دوکان ته زيان رسيدلی: «زما د دوکان ټولي کړکۍ ماتي شوي او چت يې رالوېدلی دی. او په ټول گاونډ کې ډېر کسان زخميان شوي دي.»

د بريتانيا او امريکا امنيتي شرکتونه له خپلو وسله والو کار کوونکو سره د افغانستان د پلازمېني کابل په هرځای کي شته او دا نه يوازي هلته. دا شرکتونه د سفارتونو او نړيوالو تاسيساتو ساتنه کوي، د نړيوالو غير دولتي ټولنو کارکوونکو او همدا راز بهرنيو ژورنالستانو ته د امنيت په برخه کې سلا مشورې ورکوي او د هغوی ساتنه کوي. همدا راز افغان امنيتي ځواکونو او پوليسو ته د مشورو او روزني دندې هم ترسره کوي.

په افغانستان کې د شخصي امنيتي شرکتونو د ساتوونکو شمير په دغه هيواد کې تر ناټو او امريکايي عسکرو ډېر دی. که څه هم چې دا شمير دمگړۍ راټيټ شوی خو په ۲۰۱۰م کال کې تر ۱۰۰ زرو زيات په اصطلاح قراداديان موجود ول.

د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۸م کال په وورستۍ ربع کې تر ۲۵۰۰۰ زيات قرارداديان په افغانستان کې ثبت ول چې له ۱۱۰۰۰ يې امريکايان او په همدا شمير د نورو هېوادونو اتباع ول.

خو دا چې په رښتيا یې شمير څومره دی ارزونه یې ستونزمنه ده. په دې هکله دقيقې شميرې د امنيتي دلايلو پر اساس نه په ډاگه کيږي. پر دې سربيره د دې امنيتي شرکتونو وظايف هم يوازې مبهم تعريف شوي دي.

له هغه وخت راهيسي چې دونالد ترمپ ويلي دي چې پلان لري له افغانستان څخه يوه برخه امريکايي ځواکونه راوباسي، داسې انديښنې پر پراخېدو دي، چې دا کيدای شي په افغانستان کې د شخصي امنيتي شرکتونو او وسله والو جنگيالو د شمير زياتېدو ته د دروازې پرانيستلو لامل وگرځي.

له مياشتو راهيسي د امريکا د پخواني امنيتي شرکت بلاک واټر بنسټ ايښوونکی او پخوانی مشر ايرک پرنس تلاښ کوي چي په افغانستان او امريکا کې اړونده چارواکي دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو غير محبوب پوځي ماموريت شخصي اجير ځواکونه پر غاړه اخيستلای شي.

د رسنيو د رپوټونو په حواله نوموړی په دې برخه کې د ولسمشر ترمپ د مشاور په شان عمل کوي. د پرنس د پلانونو له مخي امريکايي ځواکونه په بشپړه توگه کيدای شي راويستل شي. هغه له بي بي سي سره په يوه مرکه وويل: «په دې سره سړي کولای شي جنگ پای ته ورسوي او عسکر کور ته واستول شي. له دې سره به سړی ډېري پيسې وسپموي او د ډيرو عسکرو د له منځه تللو مخه به ونيول شي.» ايرک پرنس په خپلو خبرو کې زياته کړه: «د دې يو ښه مثال کيدای شي د «ايست انديا کمپني» په نوم پخوانی شرکت وي چې د سيمه ايزو عسکرو او بهرنيو ملاتړ کوونکو څخه جوړ امنيتي اورگان لري، خو بايد اوږده موده په افغانستان کې پاته شي.»

د نوموړي په خبره ستونزه دمگړۍ د تسلسل په نه شتون کې ده. هغه زياته کړه: «موږ به د امريکا د ځانگړو ځواکونو پخواني عسکر چې هلته یې وخت تیری کړی وي او سيمه پيژني، په دنده وگمارو. دوی ته به په دې موخه معاشونه ورکړو چې په خپل ماموريت کې په يوه مشخص ځای کې په دوامدار ډول پاته شي. درې مياشتې کار او بيا يوه مياشت په کور کې او بيا بيرته کار او دا کلونه دوام وکړي. په دې توگه تسلسل رامنځته کولای شو.»

د ايرک پرنس د پلانونو له مخې به کابو ۶۰۰۰ شخصي عسکر چې ۲۰۰۰ په اصطلاح ځانگړي ځواکونه هم پکښې شامل دي، د اغیزمنې دندې ترسره کولو له پاره بسنه وکړي. د نوموړي په خبره به رزونکي لکه دی یې چې بولي، د افغانستان په امنيتي ځواکونو کې داسې ځای پر ځای شي چې د دې ځواکونو قومانده په کابل کې د افغان حکومت په لاس کې پاته شي. پرنس په دې هکله وايي: «روزونکي به د افغانستان د امنيتي ځواکونو په منځ کې ځای پر ځای شي او د افغان ځواکونو تر قوماندې لاندي به وي. اوس د  افغانستان د امنيتي ځواکونو يوه ستونزه د دوی له ليکو د تېښتي موضوع ده، ځکه افغان عسکرو ته د فساد له وجې معاشونه او تجهیزات نه رسيږي.»

ايرک پرنس په خپلو خبرو کې زياته کړه: «بهرني رزونکي به د دې زمينه برابروي چې عسکر خپل معاشونه ترلاسه کړي او تجهیزات او مرسته ورته ورسيږي. د ټپي کيدو پر وخت په الوتکو کې انتقال شي او د هوايي لارې هم ورسره مرسته وشي.»

د پرنس په حواله به د دې ډول شخصي پوځ لگښت کابو ۵،۵ ميليارده ډالر وي. چې ۳،۵ ميليارده به د عمومي پرسونل، تجهیزاتو او استوگنځايونو او نور ۲ ميليارده به د ځانگړو ځواکونو له پاره په مصرف رسيږي.