1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان کې د آلمان ماموريت د تمديد طرحه شفافه نه ده»

۱۳۹۹ اسفند ۲۶, سه‌شنبه

د آلمان له زرغون ګوند څخه بروګر د افغانستان د ماموريت په تړاو د آلمان د حکومت په پلان کي د لا زیاتې روڼتيا غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/3qhKz
Symbolbild I Deutsche Soldaten in Afghanistan
انځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture alliance

د آلمان په مرکزي پارلمان بُندستاګ کي د زرغون ګوند د فراکسيون مرستيالې، اګنيښکا د آلمان له حکومت څخه غوښتي دي چي د افغانستان د ماموريت په تړاو خپل پلان کي خپل اهداف لا زيات روښانه کړي.

دغې سياستوالي په افغانستان کي د آلماني پوځ د ماموريت د تمديد په مقصد وړاندي سوی پلان »په حد اکثر اندازه ناڅرګند« او په ځان کي ضد و نقيض بللی دی. د آلمان د پارلمان دغې غړې يادي څرګندونې و پروتستانت خبري آژانس ته کړي ډي.

د بروګر په وينا د مثال په توګه د تمديد له پاره په وړاندي سوي متن کي داسي تظاهر سوی لکه دغه تمديد چي وروستی تمديد وي. د هغې په وينا »خو دلته دا پوښتنه مطرح کيږي چي که وضعه خرابه سوه نو بیا به څه کيږي؟«

د دغې سياستوالي په وينا د يادي پوښتني جواب د حکومت له خوا په غير دقيقو جملو د ورکول کېدو کوښښ سوی دی. په افغانستان کي د آلمان د پوځ ماموريت پر تمديد به د دغه هيواد پارلمان د مارچ مياشتي په پای کي رايه اچونه وکړي.

د وړاندي سوي مسودې له مخي به د آلمان نژدې ۱۳۰۰ عسکر د نورو لسو مياشتو له پاره په افغانستان کي پاته سي. د آلمان پوځيان د »قاطع ملاتړ« په ترڅ کي د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه بوخت دي. د مسودې له مخي به آلماني پوځيان د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ مياشتي تر ۳۱مې نېټي پوري په افغانستان کي پاته سي.

بروګر د آلمان په پارلمان کي د دفاعي چارو د جرګه ګۍ غړې هم ده. د هغې په وينا د آلمان د پارلمان غړي د وړاندي کړل سوي مسودې په هکله زیاتي پوښتني لري. د هغې په وينا دا هم روښانه نه ده چي آلمان په کوم تناظر کي د ناټو سره ملګري کوي او د بريا چانسونه څومره دي. د هغې په وينا کله چي عسکر دا ډول يو خطرناک ماموريت ته لېږل کيږي نو دا ډول ټول سوالونه بايد مخکي جواب سوي وي.

د زرغون ګوند د دغې سياستوالي په وينا د دې تر څنګ د ماموريت د هغې برخي ارزونه ډېره مهمه ده چي تر اوسه تر سره سوې ده. د هغې په وينا د دغه ماموريت په لومړي سر کي پر ملکي اړخونو، د سياسي تحول او د اختلاس پر ضد مبارزې پر برخو کم تمرکز سوی وو.

د هغې په وينا دلته نړيواله ټولنه هم بايد له ځان څخه دا پوښتنه وکړي چي د همکارۍ پر وخت خو به يې »له غلطو خلکو سره همکاري نه وي کړې؟.« د هغې په وينا د ممکنه پخوانيو غلطيو څخه د راتلونکي له پاره زدکړه هم کيدلای سي.

آ./ا.ا./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: