1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واورې د افغانستان یو شمیر لوېې لارې د ترافیکو پر مخ تړلي دي

۱۴۰۰ بهمن ۲, شنبه

د بادغیس ولایت ځايي چارواکي وايي چې د درنې واورې د وریدو له کبله، په لسونو موټر د هرات-بادغیس پر لویه لاره له سورلیو سره په واورو کې بند پاتې دي. د سالنګونو لويې لار او د بامیانو د مواصلاتي لارو د بندیدو هم ويل شوي دی.

https://p.dw.com/p/45wrD
Schnee und Eis in  Bamiyan  Afghanistan
بامیان - د آرشیف انځورانځور: DW/A. Akramy

دولتی خبري آژانس باختر په بادغیس ولایت کې د طالبانو د فواید عامې رئيس، مولوی عبدالرحمن له قوله لیکي چې د هرات-بادغیس لویه لار د جمعې ورځې راهیسې، د درنې واورې وریدو له کبله د ترافیکو پر مخ تړلې ده او په لسونو سراچه موټرونه د خپلو سپرلیو سره په سبزک کوتل کې بند پاته دي.

هغه زیاتوی چې د بادغیس ولایت د فواید عامې ریاست ټول وسایل سیمې ته استول شوي او په واورو کې د راګير شوو مساپرو د نجات په خاطر له هوايي ځواک څخه هم د مرستې غوښتنه شوې ده.

خو مولوی عبدالرحمن په دې اړه چې څومره کسان په واورو کې بند پاتې دي معلومات نه دي ورکړي. د بامیانو د فواید عامې ریاست هم وايي چې ګاونډیو ولایتونو سره يې مواصلاتي لارې بندې شوي دي. د بامیانو د فواید عامې رئيس، عبدالخالق حقمل باختر آژانس ته ويلي دی چې دغه لارې د تيرو ۲۴ ساعتونو را په دې خوا د واورې د شدیدو وريدو له کبله بندې شوي دي.

Afghanistan Prekäre Situation für arme Menschen in Bamiyan
د افغانستان هوا پيژندې ادارې روانه اوونۍ په نیږدې نیمو ولایتونو کې د شديدې واورې او باران د وریدو وړاندوينه کړې وه انځور: Ali Khara/REUTERS

درونو واورو همدارنګه د کابل-شمال لار هم په سالنګونو کې د ترافیکو پر مخ تړلې ده. د سالنګ لويې لارې مسئولانو نن شنبه وویل چې د دغې لويې لارې په دواړو خواوو کې د ډيرې واورې وریدلو او د بدو ترافیکو پيښو د مخنيوي په خاطر تړل شوې ده.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت رئيس، مولوی عبیدالله عبید، رسنیو ته په یوه استولې ويډيو کې وايي: «د سالنګ لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.» هغه زیاتوي چې له تیرې شپې راهیسې په دغه مسیر کې طوفان او واورې وریدو زور واخیست. عبید زیاتوي چې په شمالی سالنګ کې د لارې د پاک کولو شرایط برابر شوي او دوی د پاک کارۍ کار پیل کړی اما په جنوبی سالنګ کې لا تر اوسه هم شدید طوفان دی او لا د پاک کارۍ شرایط برابر شوي نه دي، خو هڅه کوي چې ژر تر ژره لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه کړل شي.

د افغانستان د هوا پيژندې ادارې روانه اوونۍ د افغانستان په نیږدې نیمو ولایتونو کې د شديدې واورې او باران د وریدو وړاندوينه کړې وه او خبرداری یې ورکړی وو چې دغه ورښتونه به د تند باد او سیلابونو سره وي. دغې ادارې په دې برخه کې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، بادغیس،  فاریاب، جوزجان، سرپل، غور، روزګان، دایکندي،  بامیان، زابل، غزني، میدان وردک او بدخشان ولایتونه یاد کړی وو.

د هواپيژندې ادارې په یوه اعلامیه کې وړاندوینه کړې وه چې په دغو سیمو کې به د ورښت مقدار د ۲۰ تر ۶۰ ملي مترو او د واورې ضخامت به د ۲۰ تر ۶۰ سانتي مترو پورې وي.