په افغانستان کې بین الافغاني مذاکرات پيلیدو ته نږدې شوي
۱۳۹۹ تیر ۷, شنبهپه دې وروستیو کې جنجال د «خطرناکو طالبانو» د خوشې کولو پر سر وه. د کابل حکومت له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې اوس به د طالب زندانیانو یوه بله ډله چې طالبانو یي غوښتنه کوله هم خوشې شي. طالبانو هم توافق کړی دی چې خبرې اترې به د دویم ځل له پاره ؤ نه ځنډوي.
د طالبانو یوه استازي ویلي دي هر څومره ژر چې د غوښتل شوي ۵۰۰۰ طالب زندانیانو خوشې کول عملي شي، کیدای شي په هم هغه اندازه ژر د سولې بین الافغاني خبرې اترې پیل شي.
دغه کس چې له طالبانو سره ښې اړيکې لري ویلي دي: «زه فکر نه کوم چې د ۲۰۰ تر ۳۰۰ بندیانو خوشی کول یا نه خوشی کول دې په دغه بهیر کې رول ولري.»
طالبانو او افغان حکومت په مختلفو پړاوونو کې بندیان خوشې کړي دي. د فبرورۍ په میاشت کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د افغانستان د سولې په تړاو د شوې موافقې په اساس د بندیانو تبادله د بین الافغاني خبرو اترو د پیلیدو له پاره د اعتماد سازې په برخه کې مهم ګام ګڼل کیږي. تمه کیږي چې دغه تړون به د دواړو خوا ترمنځ د لسزو راهیسې روانې جګړې ته د پای ټکې کیږي.
د دغې موافقې په اساس افغان حکومت باید له خپلو زندانونو څخه ۵۰۰۰ طالب جنګیالي آزاد کړي او طالبان هم باید د افغان امنیتي ځواکونو پورې اړوند ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشي کړي.