1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

نیوزيلندۍ حامله خبرياله کولی شي خپل هیواد ته ستنه شي

۱۴۰۰ بهمن ۱۲, سه‌شنبه

هغې نیوزیلندۍ حامله خبریالې چې په خپل هیواد کې د کرونايي بندیزونو له کبله په افغانستان کې بنده پاتې ده، ويلي چې خپل هیواد ته بیرته ستنیږي. د نیوزیلند هغې ته د بیرته ستنیدو له پاره یو استثنايي بیړنی وړانديز کړی دی.

https://p.dw.com/p/46MBo
Afghanistan | Charlotte Bellis und Jim Huylebroek
انځور: Charlotte Bellis/AP Photo/picture alliance

خبريالې شارلوت بلیس، تر دې وړاندې ويلي وو چې د نیوزيلند حکومت د کرونايي محدویتونو له کبله خپل هیواد ته د هغې د بیرته ستنیدو وړاندیز رد کړی او مجبوره شوې چې طالبانو ته پناه یوسي.

هغې د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ لومړۍ) د ېوې اعلاميې په خپرولو سره وويل: «زه به د مارچ میاشتې په اوایلو کې خپل هیواد نیوزیلند ته ستنه شم تر څو مې ماشوم، لور، نړۍ ته راوړم. موږ کور ته د بيرته ستنیدو او د خپلې کورنۍ او ملګرو ترڅنګ د اوسیدو له پاره دا ډول يو خاص وخت ته ډير خوشاله يو.»

د دغې خبریالې ښځې قضیه، د نیوزیلند له پاره د شرمندګۍ لامل شوه کوم چې په زرونو اتباع يې له هیواده بهر په انتظار کې دي تر څو د قرنطین په هغو هوټلونو کې چې د دغه هیواد د پوځ له خوا مدیریت کيږي، ځان ته خالي ځای پيدا کړي او له دې لارې خپل هیواد ته ستانه شي.

میرمن بلیس د خپلو هیوادوالو له ملاتړ څخه مننه کړې ده او ویلي يې دي چې د نیوزیلند حکومت به له ننګونې سره مخ کړي تر څو د کرونايي محدودیتونو په تړاو سرحدي کنترول ته د حل لارې چارې پیدا کړي. هغې ناهيلي ښکاره کړې ده چې یوازې دې له پاره هیواد ته د بیرته ستنیدو وړاندیز شوی، اما د هغو ټولو نیوزیلندي حامله میرمنو له پاره نه چې په بهر کې دي.

پنځه دیرش کلنې بلیس د يکشنبې په ورځ وویل چې د هرې ورځې تیرول یوه مبارزه ده. هغه چې اوس د خپلې حاملګۍ په پنځه ویشتمه اوونۍ کې ده، ويلي دي چې نیوزیلند ته د بیرته ستنیدو په خاطر يې د لاټرې په څير يوې شبکې څخه هم کار واخیست خو بریالۍ نه شوه او اداراتو له خوا ېې هم د بيړني بیرته ستنیدو غوښتنه رد شوې ده.

په تیرو دوو کلونو کې چې د کرونا وبا په نړۍ کې خپره شوې، د نیوزیلند سرحدونه ډيری وخت بند شوي دي. د نیوزیلند د هغو اتباعو له پاره چې له بهر څخه بیرته خپل هیواد ته ستنیږي او یا هغه کسان چې د دغه هیواد ویزې لري، په میاشت کې ورته یوازې ۸۰۰ کوټې موجودې دي چې د بیرته ستنیدو پر وخت په کې قرنطین شي.

کريس باني، د نیوزیلند د قرنطين سیستم مشر ويلي دي چې د میرمن بلیس له پاره خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو استثنیايي وړاندیز د دې له پاره شوی دی چې افغانستان ډير خطرناک دی او په دغه هیواد کې د تروریزم خطر شتون لري. هغه زیاته کړې ده چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته دا ډول افرادو سره د مرستې کولو له پاره محدود امکانات شتون دي.

بلیس د قطر الجزیره شبکې سره په افغانستان کې کار کړی دی. هغې په نوامبر میاشت کې د دې له پاره په قطر کې له خپلې دندې استعفا وکړه چې په دغه هیواد کې د غیر واده شوو میرمنو حاملګي غیرقانوني ده.

نوموړې تر هغه وروسته بلجیم ته پرواز وکړ، ځکه چې ملګری يې بلجيمی دی او هڅه يې وکړه چې په دغه هیواد کې اقامت ترلاسه کړي. د هغې ملګری یو عکاس دی چې تر دې مخکې يې دوه کاله په افغانستان کې کار کړی دی. بلیس ويلي دي د دې له پاره چې په بلجیم کې د اقامې ترلاسه کولو موده ډير وخت نیسي نو دا به د دې سبب شي چې د ویزې وخت يې پوره شي.

هغې وويل، له همدې کبله يې په نهایت کې تصمیم ونیوه چې افغانستان ته ستنه شي، ځکه د افغانستان ویزه يې درلوده او بیا به له هغه ځایه خپل هیواد ته د تلو لارې چارې پیدا کړي. شارلوت بلیس ویلي دي په افغانستان کې يې د طالبانو له یوه لوړپوړي چارواکي سره تماس ونیوه او هغه ورته وویل چې کولی شي خپل ماشوم په افغانستان کې وزيږوي.

af/nf/mks/akh/ (AP)