په افغانستان کښي نظامي الوتکه لويدلې ده
۱۳۸۷ خرداد ۱۷, جمعهاعلان
وژل سوي دي . لکه څنګه چه ناټو نن خبر ورکی ، دغه هليکوپتر د عادي الوتنی په حالت کي وه ، چه دغه پيښه رامنځته سوه . خو د وژل سوو عسکرو د هويت په باب دوی څه و نه ويل . په کندهار کښي خاصتآ امريکايي عسکر ځای پر ځای دي .
د بلي خوا په نيمروز کښي د يوه ځان وژونکي بريد په نتيجه کښي يو هندی امنيتي کار کونکی وژل سوی دی . د هندوستان د خاجه چارو وزارت پرون شپه اعلام وکی ، چه درې نفره نور هنديان هغه وخت زخميان سول ، کله چه بريد کونکي د سړک د جوړولو پر وخت ځان هوا ته والوزاوه .
هندوستان په افغانستان کښي سړکان او نور عام المنفعه کارونه سرته رسوي ، او په سلهاوو هندوستانيان په افغانستان کښي کار کوي . په تير اپريل کښي هم دوه هندي انجينران په يوه چاودنه کښي وژل سوي وه .