په افغانستان کښي د بيكارۍ او ناامنيو نوي تهديدونه
۱۳۸۸ شهریور ۱۲, پنجشنبهپه داسي حال کښي چه اوس هم د امنيت د نه موجوديت له کبله د بيكارۍ سطح لوړه سويده او په سل هاوو زره افغانان د لوږي او بيكارۍ سره مخامخ دي ، ډيری افغانان د راتلونكي څخه نااميده سويدي . دوى تشويش لري چې د ناامنيو لمنه به پراخه سي ،او په دې صورت کښي به په افغانستان کښي يو بل اجتماعي ناورين رامنځ ته سي .
دغه تشويش نه يوازي د عامو خلګو او روشنفکرانو سره موجود دی، بلكه پانګه وال هم بيره لري چه د امنيت د خرابيدو له وجي به ډير سرمايه ګذاران دې ته زړه ښه نكړي چې په هيواد کښي خپلو سرمايه ګذاريو ته ادامه وركړي .
د ټولنيزو چارو كارپوه محب الله شريف وايي چه : اوس په افغانستان کښي بيكاري داسي يوې سطح ته رسيدلې ده چه د تاريخ په اوږدو کښي يې سارى نه ؤ ليدل سوى . د ده په وينا د افغانستان په ټولوسيمو ،كلو او بانډو کښي خلك نااميده سويدي ،او د بيكارۍ او بې وزلۍ له امله په خرابو اعمالو لاس پوري كوي .
افغان لوی سوداګر خانجان الكوزی دافغانستان د اوسني امنيتي- سياسي حالاتو په اړوندخپله انديښنه څرګندوي او وايي چه : د بيكارۍ سطح ډيره لوړه ده او كه چيري امنيتي مشکلات ډير سي ،اکثره خلك به خپل كار او روزګار د لاسه وركړي ، چه دا به ډيره لويه ټولنيزه ستونزه وي . دبلي خوا به د تجارانو په منځ كې بيره او ډار زيات سي او يو ټولنيز ناورين به رامنځ ته سي .
محب الله شريف انديښنه څرګندوي او وايي چې : ځينې افغانان په شعوري او غير شعوري ډول او ځينې خارجي هيوادونه په افغانستان کښي د ناامنيو اور ته لمن وهي چې عواقب به يې ډير زړه بوږنونكي وي .
خانجان الكوزى وايي چې : اوسني سياسي - امنيتي حالات پر تجارت باندي ډيره منفي اغيزه كړيده او كه چيري امنيتي حالات نور هم خراب سي تجارت به په افغانستان کښي د ماتي او ركود سره مخامخ سي .
د يادوني وړ ده چه د انتخاباتوپه اوسني جريان کښي د سيالو ډلو لخوا ګواښونه ، د وخت څخه د مخه دانتخاباتود نتايجو د نه منلو خبري او د اييتلافي حكومت د جوړيدو آوازې هغه تشويشونه دي چه د رواني لحاظه يې پر خلكو بده اغيزه كړيده .
انور برى پال/
کتونکی : محمد قاسم نوري