1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کي ۸۰ سلنه توليدي کارخانو کار درولی دی»

۱۳۹۹ تیر ۱۰, سه‌شنبه

په افغانستان کي د توليدي کارخانو مسؤلين او د صنايع او معدن اتاق وايي چي ۸۰ سلنه کارخانو خپل کارونه درولي دي. هغوی غواړي چي سږ کال حکومت ماليې او ګمرکي تعرفې معاف کړي.

https://p.dw.com/p/3eYde
Afghanistan Jacht-Fabrik in Herat
انځور: DW/S. Tanha

د افغانستان د صنايعو او معدنو اتاق وايي چي ۸۰ سلنه توليدي کارخانو د کرونا ناروغۍ د شعيوع له کبله خپل کارونه درولي دي. د دغه اتاق په وينا د دې تر څنګ د افغانستان د ګاونډي هيوادونو سره د پولو تړل کېدل هم د دغو کارخانو د کارونو د درېدلو يو مهم لامل دی. زياته سوې چي که افغان حکومت د دغو کارخانو په بېرته فعاله کولو کي او د پانګه والو سره مالي مرسته ونکړي نو اکثره دغه کارخانې د بېرته فعاليت پېلولو توان نه لري.

د سپين غر غوړو د توليدي کارخانې رئيس محمد رحيم د آلمان ږغ ته وويل: «د سپين غر کارخانې د توليد په برخه کي ۲۵۰ کارګر درلودل چي اوس د کرونا د شيوع له کبله بيکاره سوي دي او هره مياشت دغې کارخانې ته د ۱۵ مليونو افغانيو تاوان رسيږي.»


د سپين غر غوړو رئيس زياتوي: «موږ د سپين غر کارخانې د توليد له پاره ټول خام مواد د افغانستان له خارج څخه راوړل چي د کرونا ناروغۍ د شيوع له کبله اوس دغه مواد نه سو راوړلای. موږ له حکومت څخه د مالي همکارۍ غوښتونکي يو.»


دغه پانګه وال له افغان حکومت څخه غوښتنه کوي چي د روان مالي لمريز کال په جريان کي کارخانو ته ماليه معاف کړي چي هغوی د کرونا د شيوع له کبله درول سوی خپل فعاليت بېرته پېل کړي.

د کمپلکس البدر ريس محمد باز غیرت آلمان ږغ ته وويل چي د دغه کمپلکس په ترکيب کي له ۱۵ توليدي کارخانو څخه صرف ۶ يې لا تر اوسه فعاله دي او پاتي ۹ کارخانو د کرونا د شيوع له کبله خپل کارونه درولي او غير فعاله سوي دي. غيرت وويل چي د البدر يو شمېر توليدي ماشينونو تر څنګ بنسټيز مواد د تيرو شپږو مياشتو راهيسي په خارجي هيوادونو کي بند پاته دي. هغه زياته کړه چي د کرونا شيوع په ټول افغانستان کي منفي اغېزې شيندلي دي ولي چي دغه يو وارداتي هيواد دی او د اړتيا اکثر مواد يې له هيواد دباندي څخه راځي. د هغه په وينا په تيرو مياشتو کي د سرحدونو د تړل کېدو له کبله د افغانستان اقتصاد ته سخت زيان رسېدلی دی.

د کرونا د بحران له کبله په افغانستان کي د خوراکي موادو قيمتونه جګ سوي دي ځکه چي اکثره دغه مواد له بهر څخه راځي او افغانستان په دغه ډګر کي پر نورو هيوادونو متکي دی.

د کمپلکس البدر په کارخانو کي د افغانانو تر څنګ د چين، ايران، ترکيې او پاکستان کارګر هم کار کوي چي د غيرت په وينا د کرونا د شيوع له کبله دغه کارګر بېرته خپلو هيوادونو ته ستانه سوي دي. غيرت زياته کړه: «دمګړی په کمپلکس البدر کي ۱۲۰۰ کارګر په کار بوخت دي خو که دغه کمپلکس په بشپړه توګه فعال سي نو د ۸۰ زرو انسانانو له پاره د کار او روزګار مواقع برابرولای سي.»

د افغانستان د صنايع او معادن د اتاق رئيس محمد کريم عظيمي د آلمان ږغ ته وويل چي د کرونا ناروغۍ د شيوع له کبله د ۸۰ سلنې په شاوخوا کي د افغانستان توليدي کارخانو خپل کارونه درولي دي. د هغه په وينا صرف هغه کارخانې چي د خوراکي، درملو او ورته اړينو موادو توليد کوي، هغوی فعاليت ته ادامه ورکړې ده. هغه زياته کړه: «د صنايع او معادن اتاق کوښښ کوي چي يو داسي طرزالعمل جوړ کړي چي د روغتيا ساتنې د ټکو په پام کي نيولو سره کارخانې بېرته خپل فعاليت بېرته پېل کړي خو موږ تر اوسه هم په دغه ساحه کي له بهرنيو هيوادونو د خامو موادو د تامين ستونزه لرو.»

د صنايع او معادن رئيس وويل چي د تيرو درو مياشتو په اوږدو کي اکثره توليدي کارخانو د خپل توليد بازار له لاسه ورکړی دی. هغه له افغان حکومت څخه د ماليو د معافولو او د ګمرکي تعارفو د نه لګولو تر څنګ د نورو مرستو او تشويقي بستو غوښتنه وکړه چي په وينا يې په دې توګه پانګه اچوونکي فعاليت ته وهڅول سي.

دمګړی په افغانستان کي شاوخوا ۵۰۰۰ توليدي کارخانې تر ۵۰ قلمو څخه زيات توکي توليدوي او که ټولې فعاله وي نو په مستقيمه او غير مستيقمه توګه د ۷۰۰ زرو انسانانو له پاره د روزګار موندنې سبب کيږي.

غضنفرعادلي/ا.و.ا./ب.ص