1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

«په افغانستان کي ۴۷ تنه د کانګو تبي له امله مړه سوي دي»

۱۴۰۲ تیر ۲۳, جمعه

د روغتیا نړيوال سازمان خبر ورکړی دی چي په افغانستان ۴۹۴ کسان په کانګو ناروغۍ اخته سوي دي. په روان کال کي د خپرو سویو شمېرو له مخي ۴۷ کسان د یادي ناروغۍ له امله مړه سوي دي.

https://p.dw.com/p/4TtXd
افغانستان ، هرات ولایت  / کرونا ویرویس
افغانستان ، هرات ولایت / کرونا ویرویسانځور: DW/S. Tanha

د یاد سازمان د خپرو سویو شمېرو له مخي په دې اونۍ کي ۹ کسان د دې ناروغۍ له امله په افغانستان کي مړه سوي دي. د تازه شمېرو له مخي د روان کال له پیل څخه په ټولیز ډول تر ۴۹۴ زيات کسان په اخته سوي چې ۴۷ ترې مړه سوي دي. 

اړوند: لوی اختر او په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ ګواښ

په دې منځ کي کابل د کانګو په ناروغۍ د اخته ۹ کسانو د مړيني له امله په لومړي سر کي، وروسته بلخ د ۶ پيښو، تخار د ۵ پيښو، پروان د ۳ پيښو، جوزجان او کندهار د دوو پيښو په درلودلو سره په وروستیو لیکو کي راغلي دي.

زموږ یوټیوب پاڼه

په بدخشان، بغلان، فاریاب، غزني، خوست، کندوز، پکتیا، سرپل او میدان وردک ولایتونو کي د یادي ناروغۍ له لاسه یو یو تن مړ سوی دی.

اړوند: روغتیا نړيٍوال سازمان: د هرو شپږو لویانو یو یې له شنډتوبه اغېزمن شوی

د دغه سازمان د معلوماتو له مخي په تېرو دوو میاشتو کي په دې ناروغۍ اخته ډېر کسان په کندهار، هلمند، بلخ او کابل کي ثبت سوي دي.

زموږ فېسبوک پاڼه

ډاکټران وايي چې له دې ناروغۍ څخه د ځان ساتني غوره لار  روغتیايي لارښوونو ته پاملرنه ده، دوی له خلکو غواړي چي که چیري په ځان کي د تبي، سردردۍ، د بندونو درد، د بدن د یوې برخي تورېدل، خواګرځی او وینه بهېدنه وویني، نو نژدې روغتیايي مرکز ته دي مراجعه وکړي.

زموږ له ارشیف څخه 

آیا د افغانستان روغتیایي سیستم د متخصصو ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی؟