1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کي په کرونا د اخته کسانو شمیر تر۳۰۰۰ اوښتی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۶, سه‌شنبه

د عامې روغتيا وزارت ويلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۳۳۰ تازه مثبتو پېښو سره په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمیر ۳۲۲۶ تنو ته رسېدلی دی. تر اوسه ۹۵ کسان په دې ويروس مړه شوي او ۴۲۱ نور رغېدلي دي.

https://p.dw.com/p/3bnBf
Afghanistan Herat Coronavirus
انځور: Getty Images/AFP/H. Hashimi

يوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۵ تنه ناروغان مړه شوي او ۲۴ نور روغ شوي دي. کابل اوس هم د ۸۲۴ مريضانو په درلودو سره تر نورو ولايتونو مخکې دی.

د کرونا د ۳۳۰ تازه پېښو څخه یې ۴۵ په کابل، ۵۹ په هرات، ۴۱ په کندهار، ۳۸ په بلخ، ۲۶ په پکتيا، ۱۳ په ننگرهار، ۱۲ په پنجشير او لس نورې په نورو ولايتونو کې ثبت شوي دي.

د روغتيا وزار همدا راز د ويروس پر چټک خپريدو او د خلکو پر بې پرواهۍ انديښنه څرگنده کړې ده. د عامې روغتيا وزارت د يوې تازه څېړنې په حواله د کابل ۶۰ سلنه اوسيدونکي په کرونا اخته دي. وزارت د دې څيړنې په ترڅ کې د کابل ۵۰۰ اوسيدونکي ټسټ کړي ول چې له هغوی څخه یې  شا او خوا ۲۶۰ تنه په کرونا اخته ول.