1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

پر کرونا د ګڼ شمیر صحي پرسونل د اخته کیدو اندیښنې

۱۳۹۹ خرداد ۸, پنجشنبه

په آلمان کي د یوهانیتر مرستندویه سازمان په حواله، په افغانستان کي تر۸۷۰ زیات ډاکټران او نرسان په کرونا ویروس اخته سوي او ۱۳ کسانو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغه سازمان په خبره، ښځي صحي تدابیرو ته ډیر لږ لاس رسی لري.

https://p.dw.com/p/3ctcf
Afghanistan Eröffnung Corona-Krankenhaus in Herat
انځور: DW/S. Tanha

د یوهانیتر مرستندویه سازمان د معلوماتو له مخي په افغانستان کي د صحي پالني ډیر کارکوونکي د کرونا په نوي ویروس اخته سوي. دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چي په دغه هیواد کي د اخته صحي پرسونل شمیر تر اکثرو نورو هیوادونو زیات دی.

د یوهانیتر په احوال، د څه د پاسه ۸۷۱ ډاکټرانو او نرسانو تيست مثبت ختلی او ۱۳ تنو یې په کرونا ویروس باندي تر اخته کیدو وروسته خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی. په دې ډول نو د هرو ۱۳ تنو اخته سوو کسانو څخه یو تن په صحي څانګه کي په کار بوخت وو.

د یوهانیتر سازمان په حواله یو له دلایلو څخه د ویروس په اړه د خلکو ناپوهي او د صحي کارکوونکو له خوا د ناسمو معلوماتو د ورکولو موضوع په ګوته سوې ده. د ډاکټرانو او نرسانو په منځ کي ددغه سازمان له خوا یوه ټولپوښتنه ښيي چي د رسمي بڼسټونو له خوا پوښتل سوو کسانو یوازي ۳۶ سلنه د کرونا په اړه پوهاوی تر لاسه کړی او نورو يې د رسنیو له لاري معلومات په لاس راوړي دي.

سربیره پر دې دغه سازمان انتقاد کړی دی چي ښځي د کرونا د پاندیمي له امله ډیر لږ صحي تدابیرو ته لاس رسی لري. په افغانستان کي د یوهانیتر سازمان د جنسیتي برابریو مسوولي، نسرین افضلي ویلي دي چي ښځي په زیاترو سیمو کي په ویروس باندي د اخته کیدو له بیري، ډاکټر و یا هم شفاخاني ته مراجعه نه کوي.

نوموړي سازمان په افغانستان کي په کرونا ویروس باندي د اخته کیدو د هغو پیښو په هکله هم اندیښنه څرګندوي چي په اړه یې رپوټ نه دی ورکړل سوی. دغه سازمان ویلي دي چي د هغو د آزموینو له پاره ډیر کم امکانات په واک کي لري. سربیره پر دې، د طالبانو تر کنترول لاندي سیمو کي هم په نوموړي ویروس باندي د اخته کیدو پیښې نامعلومي پاته دي.