په افغانستان کي ټول امنيتي شرکتونه نه بنديزي
۱۳۸۹ مهر ۱, پنجشنبهجنرال پيتريياس وويل د افغان حکومت د دغه پلان له مخي ټول خصوصي امنيتي شرکتونه نه بنديږي. هغه وويل: «هغه شرکتونه چي د بهرنيو تأسيساتو او همدا راز د انرژۍ د توليدي دستګاو د امنيت د خوندي ساتني دپاره گمارل سوي دي، هغوی به پاته سي.
پيتريياس د افغانستان څخه د تيلفون له لاري د رويتر د خبري آژانس له خوا په واشنګټن کي يوې جوړي سوي غونډي ته په خپلو يادونو کي وويل چي د افغان جمهوررئيس ددې پلان اصلي هدف دا دی چي هغه خصوصي امينتي شرکتونه چي محافظين يې د پوځي او نورو اکمالاتي کتارونو امنيت ساتي، هغه بند کړي.
د پيتريياس د ويناله مخه « ډيري وخت ليدل سوي چي دغه محافظين په لويو لارو کي د امنيت د ساتني پر ځای د نا امنيو لامل ګرځيدلي دي.»
جنرال پترايس چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو قومانداني په غاړه لري د خصوصي امنيتي کمپنيو د تړولو په اړه د افغان جمهوررئيس پلان ته په اشاري سره وويل:« رښتيا لکه چي هغه يعني کرزي ويلي دي د دغو شرکتونو زياته برخه د امنيتي ستونزو د حل لپاره نه بلکه هغوی خپله ددې ستونزو يوه برخه جوړوي.»
پيتريياس وويل چي کرزی چمتو دی هغه کمپنۍ چي، په کابل کي د بريښنا د توليدي دستګاوو، يا نورو مهمو تأسسياتو لکه د سفارتونو د امنيت د خوندي ساتني دپاره دندي لري پر خپل ځای پريږدي.
خو د آيساف نوموړي قوماندان په خپلو يادونو کي دا روښانه نه کړه چي د خصوصي امنيتي شرکتونو د تړلو په موضوع کي جمهوررئيس کرزي څخه وخت په خپل اعلان سوي پلان کي بدلون راوستلی.
کرزي د اګست د مياشتي په نيمايي کي خصوصي امينتي کمپنو ته څلور مياشتي وخت ورکړ چي خپل تشکيلات منحل او خپل بار او بستره په افغانستان کي وتړي، ځکه د هغو له خوا د وسلو څخه «ناوړه استفاده» د افغانستان بې ثباتي پراخه کړي ده او د کرزي د خپلي جملي له مخه هغوی« د ډيرو ويرونکو او غمجنو پيښو» عامل ګرځيدلي دي.
د خصوصي امنيتي کمپنيو د تړولو د اعلان په وخت کي 42 شرکتونو د فعاليت اجازه درلوده. د متحده ايالاتو د سفارت د معلوماتو له مخه کابو 40 زره محافظين چي ډيری يې افغانان دي په دغو کمپيو کي په کار بوخت دي.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل