په افغانستان کي د يوه گرجی عسکر مړی موندل سوی دی
۱۳۹۱ دی ۱۰, یکشنبهاعلان
ناټو وايي چې د ګرجستان د يو عسکر مړی د افغانستان په جنوب کې موندل شوی دی. زياته شوې ده چې دغه عسکر نيول شوی وو، خو نور جزيات يې نه دي ورکړي. په يوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې افغان پوليسو مړی موندلی او د شنبې په ورځ يې د ناټو ځواکونو ته سپارلی دی. دغه ګرجی عسکر د دسمبر پر ۱۸ مه نېټه په هلمند ولايت کې ورک شوی وو.