په افغانستان کي د نوو امريکايي سرتيرو د تمويل ستونزه
۱۳۸۹ خرداد ۲۸, جمعهد امريکا متحده ايالاتو د کانګرس د استازو د مجلس مشري، نانسي پيلوسي پرون وويل چي هغه وعده نه شي کولاي چي د کانګرس استازي به په راتلونکي ميلادي مياشت کي هغه پيسي منظوري کړي چي جمهور رييس بارک اوباما په افغانستان کي د سرتيرو د زياتولو لپاره يي غوښتنه کړي ده.
اوباما د فبروري په مياشت کي له کانګرس څخه د 33 مليارد ډالرو لپاره غوښتنه وکړه تر څو د هغو 30 زرو سرتيرو لګښت ورکړي چي سږ کال افغانستان ته د رسيدو په حال کي دي.
د سنا مجلس دغه پيسي د مي په مياشت کي منظوري کړي. خو د استازو په مجلس کي د دغو پيسو منظوري له خنډ سره مخامخ ده ځکه چي د افغانستان د کړکيچ په هکله د استازو په مينځ کي شک او شهبي مخ پر زياتيدو دي.
د استازو د مجلس د انډول کولو د چارو د کميتي مشر، Dave Obey چي تير کال يي ويلي ؤ افغانستان ته د نورو عسکرو استول يو « احمقانه اقدام» دي، له استازو نه دي غوښتي چي په نوموړي پريکړي باندي رايي ورکړي.
د متحده ايالاتو د دفاع وزير، رابرت ګيست په همدي اوني کي له کانګرس څخه غوښتنه وکړه چي افغانستان ته د نوو سرتيرو لپاره پيشنهادي شوي پيسي د جولاي تر څلورمي نيتي پوري منظور کړي تر څو د دي مخنيوي وشي چي د پنتاګون بانکي حسابونه سپيره پاتي شي.
خو د استازو د مجلس مشري، نانسي پيلوسي پرون په واشنګتن کي يوه خبري کنفرانس ته ، کله چي د افغتانستان د ماموريت لپآره د نومړو پيسو د منظوري په هکله تري پوستنه وشوه، وويل: « دا زمونږ هيله وه چي داسي يوه څه وشي. هيله دهچي ژر دا پيسي منظوري شي، خو زه کومه نيټه د دي کار لپاره ټاکلي نه شم، ځکه دغه نيټه ما ټاکلي نه ده.»
ميرمن پيلوسي چي خپله د ديمکرات د ګوند غړي ده هڅه وکړه چي د نوموړي بودجي د منظوري د ځنډيو ملامتيا د استازو په مجلس کي جمهوري غوښتونکو باندي واچوي. د هغو استازو ډيرو يي تير کال افغانستان د نوو سرتيرو د استول له اقدام څخه ملاتړ کاوه. پيلړوسي وويل:« جمهوري غوښتونکي اوس هڅه کوي چي د دغي بودجي د منظوري د مخنيوي لپاره يوه پلمه پيدا کړي.»
د افغانستان د جګړي تمويل د امريکا متحده ايالاتو د ليبرال ديموکراتاتانو چي په کانګرس کي يوه لږکي ډله ده، له مخالفت سره مخامخه شوي. انتقاد کونکي وايي: د افغانستان د جګړي په هکله انديښني زياتي شوي دي، دغو انديښنو وروسته له هغي قوت پيدا کړ چي د امريکا متحده ايالاتو او د افغانستان د جمهور ريسيسانو تر منځ د لانجي د حل پر سر اختلافات زياتول شول.
د ليبرال ديموکراتيک له ګوند څخه جيمز ميک ګورن چي له اوباما څخه غواړي چي زر ترژر له افغانستان څخه د وتلو ستراتيزي وړاندي کړي وويل : زه فکر کوم کله چي د جګړي د تمويل مساله د استازو مجلس ته وړاندي شي سختي شخړي پري رامنح ته شي.»
د امريکا متحده ايالاتو په عمومي بودجه کي د ستونزو او بي او حد اندازي کسر له امله ښايي دا مسلله نوره هم کړکيجنه شي. د افغانستان او عراق جګړه تر اوسه پوري د امريکا متحده ايالاتو لپاره يو تريليون يا 1000 مليارد ډالره تمامه شوي ده. د متحده ايالاتو په بودجه کي سږ کال 1.56 تريليون يا 1560 مليارد ډالره تشخيص شوي دي.
فرانس پرس/ عبدالباري حکيم
کتونکی: ضياءالحق فضلی