په افغانستان کي د فدرالي نظام د نظر په وړاندي، غبرگونونه دوام لري
۱۳۹۰ دی ۲۶, دوشنبهد دغه ګوند په سوو غړو او مشرانو په يوه غونډه کي چي په کابل کي جوړه شوې وه هغه ګنګوسې هم بې بنسټه وبللې چي ګويا د يوه جوړ جاړي له مخي به د افغانستان يو شمير جنوبي ولايتونه د حکومت وسله والو ياغيانو ته سپارل کيږي.
څو ورځي دمخه د افغانستان د ځينو ګوندونو مشرانو په برلين کي د افغانستان د لانجې د هوارولو له پاره د فدرالي نظام د راتګ وړانديز کړی وو، په داسي حال کي چي حکومت په دغه غونډه کي برخه نه لرله او وړانديز ئې هم د ټولو افغانانو استازيتوب نه کاوه.
د افغان ملت ګوند مشر او د سوداګرۍ وزير انوار الحق احدي وايي چي په افغانستان کي ډير ټبرونه او د بيلا بيلو مذهبونو پلويانو ژوند کوي او د فدرالي نظام جوړول به ملي جوړښتونو ته سخت تاوان ورسوي.
احدي وويل چي په سيمه کي د دغسي نظام درلودونکو هيوادونو شميره ډيره ټيټه ده ځکه نو گټه به ئې ډيره لږ او افغانانو ته خو بېخي د منلو نه دئ.
«موږ په ټول افغانستان کي د ملي يو والي پلويان يو، او فدرالي نظام د ملک له پاره مناسب نه بولو، موږ په دې پوه يو چي په ځينو ولسواکو هيوادونو کي فدراليزم حاکم دئ خو هلته ئې هم بنسټ قوم نه دئ، او موږ د فدراليزم د اضرارو او مزاياوو پر سر د خبرو مخالف نه يو خو دا بحث بايد د افغانانو تر منځ وي او خارجيان بايد د داسي موضوعاتو له مطرح کولو څخه ډډه وکړي».
په همدې حال کي احدي د سولي د خبرو له پاره په قطر کي طالبانو ته د يوه سياسي دفتر د جوړولو ملاتړ وکړ.
هغه وويل چي د دوی پلويان د نورو افغانانو په څير سولي ته تږي دي او د هر هغه اقدام ملاتړ به وکړي چي په افغانستان کي د څو لسيزو جګړې ته د پای ټکي ايښوولای شي.
نوموړي په هر راز سياسي ډيالوګ کي د روڼ ميکانيزم او افغان مشرتوب غوښتنه وکړه چي په وينا ئې مخالفين هم بايد د وسلې پر ځای سياسي ډيالوګ ته مخه کړي.
انورالحق احدي هغه ګنګوسې هم رد کړې چي ګويا د افغانستان يو شمير سيمي به د سولي په خبرو کي د امتياز په توګه طالبانو ته وسپارل شي.
«دا د افغانستان د حکومت قانوني اوايماني دنده ده چي د هيواد د اداري جوړښتونو دفاع وکړي، دا آوازه چي د سولي په برخه کي به د اتو يا نهو جنوبي ولايتونو واک طالبانو ته سپارل کيږي ردوو. موږ د افغانانو پر ملي يو والي او د مرکزي دولت د واکمنۍ پر پراخيدو باندي ټينګار او ملاتړئې کوو».
خو کارپوهان وايي چي د برلين خبري ددې له پاره نه وې چي گويا په افغانستان کي دي يو فدرالي نظام جوړ سي، بلکي خبره پردې وه چي څنگه کولای سي دغه ډلي د سولي په خبرو کي برخه واخلي تر څو دباندي پاته نه سي.
د کندهار ولايت يو تن اوسيدونکی جان محمد بيا وايي، چي فدرالي نظام په هغه وخت کي په درد خوړل کيږي چي يو قوی مرکزي حکومت موجود وي نه دا چي د مرکزي حکومت په شتون سره ټول ياغيان دي.
«اوس لا ټول ياغيان دي که فدرالي نظام سي خو ولا که بيا د يوه مخ څوک را ورگرځوي. دا په هيڅ صورت کي د افغانانو په گټه نه دئ.»
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل