1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کورنيو چارو وزارت: رستورانټونه او عامه ځایونه وتړئ

۱۳۹۸ اسفند ۲۸, چهارشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د کورنا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه، د رستورانتونو، لامبو حوضونو، حمامونو او ورزشي نمايشاتو د بندولو امر کړی دی.

https://p.dw.com/p/3Zd4P
آرشيف

د آلمان خبري آژانس په حواله، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د مارچ ۱۸مه) دغه راز تر راتلونکې امر پورې د هر ډول غونډو پر ترسره کولو هم بنديز لګلولی دی.

د دغه وزارت له خوا په دې اړه ډير جزئيات نه دي ورکړل شوي، خو ويل شوي چې دغه اقدام د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه کيږي. 

ياد وزرات همدا رنګه له خلکو غوښتنه کړي چې د سرغړوني په صورت کې د پوليسو د عاجلې شميرې له لارې پوليس خبر کړي.

پرون سه شنبې (د مارچ ۱۷مه) د افغانستان د حج او اوقافو وزارت له خلکو غوښتي وو چې د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي له پاره دې، خپل لمونځونه په کورونو کې وکړي. دغه وزارت همدا راز ويلي چې په جوماتونو کې دې د فاتحه مراسمو له نيولو څخه هم ډډه وشي.

افغان حکومت تر دې وړاندې د نوي تعليمي کال پيليدل هم يوه مياشت ځنډولي. همدا ډول يې د نوي کال يا نوروز لمانځل هم لغوه اعلان کړي دي.

په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ويروس ۲۲ مثبتې پيښې ثبت شوي دي. ويل شوي چې پر دغه ويروس ټول مبتلا شوي کسان له ګاونډي هيواد ايران څخه راغلي دي.

Afghanistan Kabul Moschee
حج او اوقاف وزارت: په خپلو کورونو کې لمونځ وکړئانځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د آلمان خبري آژانس هاخوا له اسلام آباد څخه خبر ورکوي چې په دغه هيواد کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پیښې ۲۴۵ ته رسيدلي دي. پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ وويل چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۵۰ نوې مثبت پیښې ثبت شوی دي.

لومړي وزير عمران خان له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس پر وړاندې دې لازم چمتوالی ونیسي. خان خلکو ته په خطاب کې وويل: «زه غواړم تاسو ته ووایم چې دغه ويروس به په هيواد کې لا ډير خپور شي.»

د افغانستان بل ګاونډی هيواد ايران، تر چين وروسته د کرونا ويروس تر ټولو ډيرې مثبتې پيښې لري. داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې په دغه هيواد کې مثبتې پيښې له هغه څه چې رسما اعلان شوي څو برابره لوړې دي.

د روغتيا نړيوال سازمان څخه ريک برنان، تيره ورځ وويل چې په ايران کې د کرونا ويروس د اصلي مبتلایانو شمیر شاوخوا ۷۵ زرو په شاوخوا کې دی. ايران د دوشنبې په ورځ وويلي وو چې په کرونا ويروس د اخته شوو کسانو شمير ۱۴ زره او ۹۹۱ دی.