1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کي د تریاکو تولید نور هم زیات سوي»

۱۴۰۱ آبان ۱۰, سه‌شنبه

د م.م د رپوټ له مخي، په افغانستان کي د روان کال له پیل راهیسي د تریاکو کښت تقریباً یو پر دریمه زیات سوی ، دا په دې معنی چي د ۲۰۲۱م کال په پرتله يې د حاصلاتو گټه له ۴۲۵ میلیونو څخه یو اشاریه ۴ میلیاردو ډالرو ته پورته سوه.

https://p.dw.com/p/4Iudi
Afghanistan | Taliban vernichten ein Opiumfeld in Helmand
انځور: Abdul Khaliq/AP/picture alliance

په ملګرو ملتونو کي د مخدره موادو او جنايي جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) د رپوټ له مخي، په افغانستان کي پر ۲۳۳ زره هکټاره مځکه باندي د کوکنارو کرل چي تریاک ورڅخه جوړیږي، ۳۲ سلنه ډېر سوي دي. دا په ۱۹۹۴م کال کي د سروې له پیل راهیسي دریمه لویه ساحه ده.

دغه رپوټ په افغانستان کي د تير ميلادي کال اگست په نیمايي کي واک ته د طالبانو د رسیدو راهیسي لومړنی رپوټ دی چي په دې هکله وړاندي کیږي.

په افغانستان کي د کوکنارو ځای يوه بل بوټي نيولی؟

تریاک د هیرویینو د جوړولو له پاره اساسي مواد دي. د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخي، افغانستان تقريباً د نړۍ پر ترياکو باندي انحصار لري. د نړۍ تقريباً له ۸۰ څخه تر ۹۰ سلني پوري ترياک په دغه هيواد کي راټوليږي.

طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کي په ۲۰۰۰م کال کي د کوکنارو پر کرلو بندیز ولگاوه.

امریکا متحده ایالاتو او ناټو هیوادونو په افغانستان کي د خپل حضور پر وخت هڅه کوله چي د کوکنارو کرل محدود کړي، هغوی د کوکنارو په بدل کي د غنمو او زعفرانو د کرلو په برخه کي د افغان بزګرانو مالي ملاتړ کاوه. خو د کارپوهانو په حواله دغه هڅي به د طالبانو له خوا چي د کوکنارو ډېره برخه یې په کنترول کي وه او له حاصلاتو څخه به یې په سونو میلیونه ډالره ګټله اخيستله، له ناکامۍ سره مخامخ کیدلې.

د هلمند بزګران: «سږکال مو ډېر کوکنار کرلي»

طالبانو په خپله دوهمه واکمنۍ کي يعني د روان کال په اپریل میاشت کي یووار بیا د کوکنارو پر کرلو بندیز ولگاوه خو بیا یې هم په دې بهیر کي ځینو استثناوو ته اجازه ورکړه چي د UNODC په حواله دا کار د کوکنارو د ډېري لوړي بیې سبب سو.

د ملگرو ملتونو دغه سازمان څرگندوي چي په دې ډول د ۲۰۲۲م کال حاصلات، »له کلونو راهیسي تر ټولو گټور حاصلات« ول. د ۲۰۲۱م کال په پرتله يې د حاصلاتو گټه له ۴۲۵ میلیونو څخه یو اشاریه ۴ میلیاردو ډالرو ته پورته سوه. دا په داسي حال کی چي د کال په پیل کي د وچکالۍ له امله یې حاصلات دومره ډېر هم نه ول.

د نوومبر میاشتي په پیل کي باید بزګرانو پریکړه کړې وای چي پر بندیز سربیره باید په څومره مځکه کي کوکنار وکري. د UNODC په رپوټ کي راغلي دي چي بزگران د اوسنیو لوړو بیو له امله د تریاکو په غیرقانوني اقتصاد کي راگیر دي.

GP/NZ/AG